ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یوناما: ځینو هېوادونو د نشه‌یي توکو کښت بدیل برخه کې همکارۍ ته چمتووالی ښودلی

یوناما: ځینو هېوادونو د نشه‌یي توکو کښت بدیل برخه کې همکارۍ ته چمتووالی ښودلی

author avatar
9 Jan 2024 - 01:37
یوناما: ځینو هېوادونو د نشه‌یي توکو کښت بدیل برخه کې همکارۍ ته چمتووالی ښودلی
author avatar
9 Jan 2024 - 01:37

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۱۸ مرغومی ۱۴۰۲): د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، ملګرو ملتونو ډاډ ورکړی چې ځیني هېوادونه د نشه‌یي توکو کښت بدیل برخه کې له افغان بزګرانو سره همکارۍ ته چمتووالی ښودلی دی.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د مرغومي په ۱۸مه خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست وزیر مولوي عطاءالله عمري نن د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د یوناما له مشرې روزا اوتونبایوا او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې له رییس ریچارډ ټرانچارډ سره وکتل.

سرچینې زیاته کړې، په دې کتنه کې د کرنې د ارزښت، د بزګرانو او مالدارانو د اقتصادي کچې لوړولو، د روغتیايي او لوړ کیفیت لرونکي خوراکي توکو برابرولو، د کرنیزو تخمونو د وېش زیاتولو او د مالدارۍ محصولاتو په اړه خبرې اترې وشوې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې روزا اوتونبایوا د افغانستان له کروندګرو او بزګرانو سره د همکارۍ لپاره د بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو د چمتووالي له ښودو خبر ورکړ او ویې ویل چې ملګري ملتونه د نشه‌یي توکو د کښت او کاروبار مخنیوي برخو کې د افغانستان اسلامي امارت د خورا اغېزناک اقدام ستاینه کوي.

نوموړې زیاته کړه: «موږ دا پیغام راوړی چې تاسو موږ ته د نشه‌یي توکو د کښت لپاره وړاندیز او بدیلې طرحې ووایاست چې پرې کار وشي، یو شمېر هېوادونه چمتو دي چې په دې برخه کې همکاري وکړي، په دې برخه کې کار کولو ته اړتیا ده چې باید کار وکړو او کاري ډله جوړه شي.»

هغې دغه راز د نشه‌یي توکو د کښت، کاروبار او قاچاق برخو کې د اسلامي امارت مبارزه وستایله.

په همدې حال کې مولوي عطاءالله عمري د مؤسسو او ملګرو ملتونو د همکارو دفترونو فعالیتونو قدرداني وکړه او د مالدارۍ، کرنې، ځمکې، بڼوالۍ، اوبولګولو او طبیعي سرچینو برخو کې یې د افغانانو د اساسي اړتیاوو په اړه خبرې وکړې.

هغه ویل: «تاسو کولای شئ چې د کرنیزو تخمونو د وېش، د اوبو مدیریت، د اوبولګولو د کانالونو جوړولو، د ځنګلونو او طبیعي سرچینو مدیریت، د ارزښت لرونکو بوټو ترویج، د لبنیاتو پروسس فابریکو جوړولو، د ځمکې مدیریت او له ښځو سره د مرستې په برخو کې همکاري وکړئ.»

نوموړي زیاته کړه، مرستندوی هېوادونه او ملګري ملتونه کولای شي چې د افغان ښځو لپاره مناسبه بودجه ځانګړې کړي؛ ځکه د کرنې او مالدارۍ ۵۰ سلنه چارې د ښځو له خوا ترسره کېږي.

[/restrict]

Views: 81

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.