کابل (پژواک، ۱۹ مرغومی ۱۴۰۲): سیمهییز مسوولین وایي، په کونړ او فراه ولایتونو کې له ۷۰۰ کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو او په بامیان کې له ۱۵۰۰ کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.
د کونړ د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي رییس قاري ثابتالله پژواک خبري اژانس ته وویل چې د چاپان هېواد په مالي ملاتړ د دغه ولایت په ناړۍ او دانګام ولسوالیو کې له ۴۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وشوه.
هغه وایي چې په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۱۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۱۴ کیلوګرامه بوره، ۱۴ کیلوګرامه لوبیا، ۲۰ کیلوګرامه غوړي، د پخلنځي وسایل، فرش او دوه تختې کمپلې ورکړل شوي دي.
د یو بل خبر له مخې، د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت په پشترود ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د خوړ نړۍوال پروګرام له لوري له ۳۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
سرچينې لیکلي چې به دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کيلوګرامه اوړه، ۵ لېتره غوړي، یو کيلوګرام مالګه او ۶ کيلوګرامه دالنخود ورکړل شوي دي.
دغه راز د بامیانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي رییس مولوي محمدطاهر شاکر وایي چې د دغه ولایت په شیبر ولسوالۍ کې له ۱۵۰۰ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
هغه وایي چې دغه نغدي مرسته د نړۍوالو ټولنيزو خدمتونو موسسې (CWSA) له لوري وېشل شوې او هرې کورنۍ ته یې ۲۶۰۰ افغانۍ وېشلې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP