کابل (پژواک، ۱۹ مرغومی ۱۴۰۲): د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د شاوخوا لس میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۴ بېلابېلې پروژې منظور شوې چې په پلې کېدو به یې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې نن د ریاستالوزراء مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه جوړه شوه.
سرچينې لیکلي چې یادې غونډې ته ۲۷ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې چې له جملې یې د ۲۴ پروژو قراردادونه منظور او د درېیو پروژو قراردادونو ارزونې په موخه ملي تدارکاتو ریاست او اړوندو وزارتونو ته دنده وسپارل شوه څو دغه قراردادونه په هر اړخیز ډول وڅېړي او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون له مشرتابه سره شریک کړي.
خبرپاڼه کې راغلي، منظور شوې پروژې د ملي دفاع، کورنیو چارو، ټولګټو، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ، عامې روغتیا، اوبو او برېښنا وزارتونو، د افغانستان برېښنا شرکت او کابل ښاروالۍ اړوند دي چې ټولیز ارزښت یې شاوخوا لس میلیارده افغانیو ته رسېږي.
اقتصادي معاونیت لیکلي چې په یادو منظور شوو پروژو کې د پارنده پنجشېر د مایکرو هایدل برېښنا بند جوړولو، زابل ولایت کې د توري بند د پاتې چارو بشپړولو، په کابل ښار کې د ځینو مهمو سړکونو اساسي جوړونې، په بېلابېلو ولایتونو کې هېوادوالو ته د برېښنا رسولو، پر ښارونو سربېره په لرو پرتو سیمو کې هېوادوالو ته د باکیفیته او چټکو انټرنېټي خدمتونو وړاندې کول او یو شمېر نورې پروژې شاملې دي چې په پلې کېدو به یې زرګونو هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP