Pajhwok Afghan News

د هلمند بُست پنبې او نباتي غوړیو شرکت روان کال ۶۰۰ ټنه کنجاړه او غوړي پلورلي

کابل (پژواک، ۱۹ مرغومی ۱۴۰۲): د افغانستان مالیې وزارت وایي چې د هلمند بُست د پنبې او نباتي غوړیو دولتي شرکت د تولید ظرفیت لوړ شوی او  د روان لمریز کال له پیله تر اوسه یې سل ټنه غوړي، ۵۰۰ ټنه کنجاره او ۶‍۱ زره چکۍ صابون تولید کړي دي.

د مالیې وزارت معلوماتو له مخې، یاد شرکت لومړی ځل په ۱۳۴۶ کال کې د کروندګرو اقتصادي ودې او پرمختګ په موخه فعالیت پیل کړ او د پخواني حکومت په وروستیو کې یې فعالیتونه ودرېدل خو د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته یې بېرته فعالیت پيل کړی دی.

د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد شرکت د ۱۴۰۲ لمریز کال له پیله تر اوسه ۱۰۰ ټنه غوړي، ۵۰۰ ټنه کنجاره او ۶۱ زره چکۍ صابون پلورلي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دغه شرکت د تولید ورځنی ظرفیت اوس مهال په ۲۴ ساعتونو کې ۹۰ ټنه پنبه، ۴۴ ټنه کنجاره، ۱۰،۵ ټنه خام تېل، ۱۰ ټنه غوړي، ۳۸ ټنه پوستک، دوه ټنه لینټرشوې پنبه او ۱۰ زره چکۍ صابون دی.

د خبرپاڼې په حواله، د هلمند بُست د پنبې او نباتي غوړیو دولتي شرکت د ښه کیفیت تولید برخه کې ۵۰ کلنه تجربه لري چې په تېر کل کې یې د مالوچو خرڅلاو قراردادونه له امریکا، ایران، پاکستان، بلغاریا او نورو بهرنیو هېوادونو سره شوي دي.

مالیې وزارت لیکلي، اوس مهال دغه شرکت د پنبه‌دانې له پروسسه پنبه، د بنبه‌دانې غوړي، کنجاره، لینټر شوې پنبه، صابون او پوستک د تولید چارې ترسره کوي چې ۱۲۶ کسانو ته په کې د کار زمینه هم برابره شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، دغه شرکت د تولیداتو د خرڅلاو او د جایدادونو کرایو له درکه د تېر کال په پرتله ډېر عواید ترلاسه کړي او ملي خزانې ته یې تحویل کړي دي.

Views: 64

Exit mobile version