ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې د تېرو اتو میاشتو ترافیکي پېښې؛ ملکي روغتون ته ۱۳ مړي او څه باندې ۱۰۰۰ ټپیان وروړل شوي

فراه کې د تېرو اتو میاشتو ترافیکي پېښې؛ ملکي روغتون ته ۱۳ مړي او څه باندې ۱۰۰۰ ټپیان وروړل شوي

author avatar
9 Jan 2024 - 14:31
فراه کې د تېرو اتو میاشتو ترافیکي پېښې؛ ملکي روغتون ته ۱۳ مړي او څه باندې ۱۰۰۰ ټپیان وروړل شوي
author avatar
9 Jan 2024 - 14:31

فراه (پژواک، ۱۹ مرغومی ۱۴۰۲): د فراه د عامې روغتیا ریاست وايي چې سږ کال تر اوسه پورې د دغه ولایت په کچه له ترافیکي پېښو ملکي روغتون ته  ۱۳ مړي او څه باندې زر ټپیان ور وړل شوي خو د ترافیکو مدیریت د دغو پېښو لامل د ترافیکي قوانینو نه مراعات او د سړکونو خرابوالی یادوي.

د فراه عامې روغتیا ریاست مرستیال ملا عبدالخالق دین‌محمد پژواک خبري اژانس ته وویل چې د روان کال له لومړیو بیا د لړم میاشتې تر پایه په دغه ولایت کې له ترافیکي پېښو ۱۳ مړي او ۱۰۱۹ نور ټپیان ملکي روغتون ته وروړل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې مړه شوي ټول نارینه او د ټپیان له ډلې ۱۶۶ ښځې او ۶۳ نور ماشومان وو.

 بلخوا امنیه قومانداني او د ترافیکو ریاست بیا په دې اړه بېلابېلې شمېرې وړاندې کوي چې د عامې روغتیا ریاست له شمېرو سره یې لوی توپیر دی.

د فراه امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي چې د روان کال له پیله تر اوسه په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښو له امله ۲۲ کسان مړه او ۳۹ نور ټپیان شوي دي.

خو د ترافیکو امریت بیا د اتو تنو مړو او ۲۲ تنو د ټپي کېدو خبره کوي.

دغه راز د یاد ولایت د ترافیکو امر عبدالقیوم میرویس پژواک ته وویل چې سږ کال تر اوسه پورې په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښو له امله اته کسان مړه او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړه چې په دغه ولایت کې د خلکو له خوا د ترافیکي قوانینو نه مراعات، ښي لاس موټر او د سړکونو خرابوالی د ترافیکي پېښو ډېرېدو لاملونه دي.

نوموړي وویل: «د فراه – فراه‌رود سړک عرض کم دی؛ ځکه د سړک غاړو ته پلې لارې نشته، د بندر لاره هم خرابه ده، ښار کې دننه هم بعضې سړکونه چې اوس جوړیږي، ګڼه‌ګوڼه یې جوړه کړې ده.»

د هغه په وینا چې په دغه ولایت کې یې د ترافیکي پېښو مخنیوي په موخه ځیني کارونه کړي او که مرکز ورسره همکاري وکړي، ترافیکي نښې او څراغونه به هم ولګوي.

ورته مهال، د دغه ولایت اوسېدونکي له مسوولینو غواړي چې د ترافیکي پېښو مخنیوي په موخه دې قوانین تطبیق کړي.

د فراه ښار یو اوسېدونکی محمدصادق مختاري وایي: «رښتیا هم په دې وروستیو کې په فراه کې ترافیکي پېښې ډېرې شوې؛ زما په نظر لوی علت یې دا دی چې ماشومان ډریوري کوي، موږ د ترافیکو له امریته غواړو چې د ماشومانو د ډریورۍ مخه ونیسي.»

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت تازه د کابل – شمال پر لویه لار د سالنګ تونل او د کابل – کندهار لویې لارې بیارغونې چارې پیل کړې دي.

Views: 36

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.