ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یو شمېر موټرچلوونکي: حکومت دې سالنګ کې د محصول راټولولو چارو کې اسانتیاوې رامنځته کړي

یو شمېر موټرچلوونکي: حکومت دې سالنګ کې د محصول راټولولو چارو کې اسانتیاوې رامنځته کړي

author avatar
10 Jan 2024 - 18:03
یو شمېر موټرچلوونکي: حکومت دې سالنګ کې د محصول راټولولو چارو کې اسانتیاوې رامنځته کړي
author avatar
10 Jan 2024 - 18:03

پلخمري (پژواک، ۲۰ مرغومی ۱۴۰۲): د سالنګ لویې لارې د باروړونکو موټرو یو شمېر چلوونکي وايي چې د «سالنګ ټول‌پلازا» محصول راټولولو چارو بې‌نظمي رامنځته کړې او حکومت دې په دې برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د سالنګ تونل له بیارغولو وروسته د سالنګ دواړو غاړو کې له کوچني مسافروړونکو موټرو ۸۰ افغانۍ او له لویو باروړونکو موټرو د ټایرونو د شمېر په اندازه د هر یو ټایر پر سر۱۰۰ افغانۍ «د سالنګونو لپاره د ټول‌پلازا» په نوم محصول اخیستل کېږي.

د یادې لارې لسګونو موټرچلوونکو نن د بغلان په کېلګي سیمه کې د یوې غونډې پر مهال د سالنګ ټول‌پلازې محصول ټولولو کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او پر دې لاره د بار کرایې لوړولو غوښتنه وکړه.

د دې لویې لار یوه موټر چلوونکي شېرخان پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ټول‌پلازې محصول ورکولو پر مهال د ګڼې‌ګوڼې له امله چارې پر وخت او سمه توګه نه ترسره کېږي او دغه کار د بې‌نظمۍ لامل شوی دی.

هغه وایي: «د سالنګ ټول‌پلازې محصول کې دومره ګڼه‌ګوڼه او ګډوډي وي چې ځیني وخت له موټرچلوونکو محصول زیات خو پارچه له اصلي محصول څخه کمه ورکړل شي. حکومت دې د سالنګ ټول‌پلازې محصول کې د روڼتیا رامنځته کولو په موخه چارې ګړندۍ یا هم د ټول‌پلازو محصول خونې ډېرې کړي »

یوه بل موټرچلوونکي سیدولي وویل چې سالنګ تونل په بیارغېدو سره د دوی ستونزې یو څه هوارې شوې، خو ټوله لار نه ده جوړه شوې.

هغه زیاتوي چې حکومت دې دسالنګ ټولې لارې تر جوړېدو یا ددغې لارې کرایه د نور جوړو لارو په پرتله زیاته کړي او یا دې د ټول‌پلازې محصول دسوداګرو پرغاړه کړي.

د شمال باروړونکو موټرو د اتحادې ریس سرباز کوچی وایي، دغه ټولې ستونزې چې چلوونکي ورسره مخ دي د ترانسپورټ وزارت له مسولینو سره به یې شریکې کړي او له شمالي ولایتونو مرکز ته د بار کرایې د زیاتولو غوښتنه به هم وکړي.

خو د سالنګ لویې لارې د څار او ساتنې ادارې مسوول عبدالحلیم اغا وایي، سالنګ کې د ټول‌پلازې محصول چارې څاري او هیچا ته د ګډوډۍ او درغلۍ اجازه نه ورکوي.

هغه وایي، د موټرچلوونکي هغو غوښتنو ته چې د دوی اړوند دي، رسېدنه کېږي.

د هغه په خبره، هڅه کوي چې د ټول‌پلازې محصول چارې ګړنډۍ شي څو ګڼه‌ګوڼه نه وي او موظف مامورین وکولای شي ټولو چلوونکو ته پر وخت رسېدنه وکړي.

Views: 155

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.