ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«د هرات‌ښار – تورغونډۍ او اندخوی – مزارشریف اوسپنې پټلیو کارونه دې بشپړ شي»

«د هرات‌ښار – تورغونډۍ او اندخوی – مزارشریف اوسپنې پټلیو کارونه دې بشپړ شي»

author avatar
10 Jan 2024 - 18:59
«د هرات‌ښار – تورغونډۍ او اندخوی – مزارشریف اوسپنې پټلیو کارونه دې بشپړ شي»
author avatar
10 Jan 2024 - 18:59

کابل (پژواک، ۲۰ مرغومې ۱۴۰۲): اقتصادي کمېسیون پرېکړه کړې چې د اوسپنې پټلۍ اداره دې له هرات څخه تر تورغونډۍ او اندخوی څخه تر مزارشریف پورې د اوسپنې پټلۍ شبکو کارونه بشپړ کړي.

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې نن د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون غونډه جوړه شوه.

سرچېنې لیکلي، په یاده نوبتي غونډه کې تر پرېکړه وشوه چې د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره دې له هرات څخه تر تورغونډۍ او اندخوی څخه تر مزارشریف پورې د اوسپنې پټلۍ شبکو کارونه بشپړ کړي.

خبرپاڼه کې راغلي چې یاد ادارې ته همدا راز دنده سپارل شوې تر څو له هرات څخه د کندهار تر سپین بولدک پورې د اوسپنې پټلۍ غځولو هر اړخیز پلان چمتو او له وړاندیزونو سره یې د اقتصادي معاونیت مقام ته وړاندې کړي.

اقتصادي معاونیت لیکلي چې د یادو شبکو په بشپړېدو سره به د افغانستان او مرکزي اسیا هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ کچه زیاته او په دې برخه کې به ګڼې اسانتاوې رامنځته شي.

خبرپاڼه کاږي، په دغه ناسته کې له پخواني حکومت څخه پر دولتي ادارو د قراردادي شرکتونو د پاتې تضمیناتو، تامیناتو او طلباتو د لس سلنې د ورکړې په اړه د مالیې وزارت له لورې د تثبیت اړوند کړنې تایید شوې.

د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې د ټاپ پروژې سکرتریت جوړېدل هم منظور کړی او د تشکیل په موخه د تشکیلاتو او معاشاتو کمېسیون ته لیږی.

سرچېنې د معلوماتو له مخې، د ټاپ پروژې سکرتریت د اوبو او انرژۍ وزارت په مشرۍ له اړوندو سکټوري وزارتونو څخه جوړ دی، چې د یادې پروژې تخنیکي او حقوقي چارې به پر مخ بیايي.

 اقتصادي معاونیت زیاته کړې، په دغه غونډه کې د افغانستان علومو اکاډمۍ له لوري د چرګانو د ذبحې په موخه جوړ شوی لارښود د خوړو او درملو ملي ادارې د وړاندېزونو په نظر کې نیولو سره تایید شو او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مکلف وبلل شو څو یاد لارښود په جدیت سره پلې کړي.

خبرپاڼه کې راغلي، په دغه غونډه کې افغان پُست شرکت ته په ترانزیټي وسایطو کې د جي‌پی‌اس نصبولو قرارداد ورکړل شو او دغه شرکت مکلف وبلل شو څو د یوې میاشتې په جریان کې د یادې موضوع په اړه خپل راپور له اقتصادي کمېسیون سره شریک کړي.

 د یادونې وړ ده چې د دغه قرارداد له مخې، افغان پُست شرکت پر هر ترانزیټي موټر د ۴۱ ډالرو فیس په مقابل کې جي‌پی‌اس نصبوي.

Views: 51

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.