ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نورستان یوه ځنګله کې اور لګېدلی

د نورستان یوه ځنګله کې اور لګېدلی

author avatar
10 Jan 2024 - 17:54
د نورستان یوه ځنګله کې اور لګېدلی
author avatar
10 Jan 2024 - 17:54

اسعداباد (پژواک، ۲۰ مرغومی ۱۴۰۲): د نورستان ولایتي چارواکي وايي، د دغه ولایت د نورګرام ولسوالۍ د مشپې سیمې په ځنګلونو کې لګېدلی اور یې مهار کړی خو ځایي خلک بیا وايي، اور لا هم د پراخېدو په حال کې دی.

دغه اورلګېدنه درې ورځې مخکې رامنځته شوې ده.

د نورستان د کرنې او مالدارۍ رییس سلمان ایمن پژواک خبري اژانس ته وویل، د ولایتي ادارې او ولسي خلکو په همکارۍ یې اور مهار کړی دی.

دغه راز د یاد ولایت امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر ويلي، د اور مهارولو په موخه یې سیمې ته پرسونل استولی او زیاتوي چې اور یې اوس په بشپړ ډول مهار کړی دی.

خو یو شمېر ځايي خلکو بیا ويلي، اور لا هم نه دی مهار شوی او د پراخېدو په حال کې دی.

د نورګرام ولسوالۍ یوه قومي مشر عنایت‌الرحمن پژواک ته وویل: «د مشپې په ځنګلونو کې اورلګېدنې تر اوسه شاوخوا ۳۵ کیلومتره ځنګل سوځولی چې د نښترو ونې او د څارویو څرځایونه په‌کې شامل دي، په دې سیمه کې ځیني لارویان چې خپلو بانډو ته ځي، په لاره کې یې د ځان تودولو لپاره اور بل کړی دی، وروسته یې اور نه دی مړ کړی او همداسې ځنګله کې پراخ شوی دی.»

د دې سیمې یو بل اوسېدونکى خيال‌محمد هم وايي، د اورلګېدنې سيمې ته خلک رسېدلي او له تېرو دوو ورځو راهیسې په مړه کولو بوخت دي.

نوموړی وايي، که حکومت اور مهار نه‌کړي، نورو سیمو ته به هم وغځېږي.

نورګرام د نورستان په غربي دره کې پرته ولسوالي ده چې د جلغوزو ډېر ځنګلونه لري.

د نورستان کرنې ریاست معلوماتو له ‌مخې، د اورلګېدنې له امله تر اوسه شاوخوا ۳۵۰ جریب ځنګلونه سوځېدلي دي.

دا لومړی ځل نه‌ دی، بلکې له دې مخکې هم په ځلونو د نورستان او کونړ ولایتونو په ځنګلونو کې د بېلابېلو عواملو له امله اورلګېدنې رامنځته شوې چې په ډېره اندازه ځنګلونه او د څارویو څرځایونه یې سوځولي دي.

Views: 83

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.