ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د څه باندې لس میلیارد افغانیو په ارزښت د څلورو لویو کانونو د استخراج او پروسس تړونونه لاسلیک شول

د څه باندې لس میلیارد افغانیو په ارزښت د څلورو لویو کانونو د استخراج او پروسس تړونونه لاسلیک شول

author avatar
11 Jan 2024 - 14:11
د څه باندې لس میلیارد افغانیو په ارزښت د څلورو لویو کانونو د استخراج او پروسس تړونونه لاسلیک شول
author avatar
11 Jan 2024 - 14:11

کابل (پژواک، ۲۱ مرغومی ۱۴۰۲): د افغانستان کانونو او پټرولیم وزارت، له څلورو کورنیو شرکتونو سره د څه باندې ۱۰.۱۵ میلیارد افغانیو په ارزښت درېیو ولایتونو کې د څلورو لویو کانونو د استخراج او پروسس تړونونه لاسليک کړل.

یاد تړونونه نن د کانونو او پټرولیم وزارت کې د یاد وزارت سرپرست شېخ الحدیث شهاب‌الدین دلاور د څلورو کورنیو شرکتونو له مسوولینو سره لاسلیک کړل.

دلاور د تړونونو د لاسلیک په مراسمو کې وویل چې د هرات د کرخ ولسوالۍ د مسجد چوبي سیمې د سکرو ډبرو، د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ د قره‌زغن سیمې د سرو زرو کان، د هرات پشتون‌زرغون ولسوالۍ د اوسپنې کان او د پروان کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټ ډبرو کان په یادو څلورو کانونو کې شامل دي.

دی وایي چې د یادو تړونونو له مخې، «حضرت بلال خالد لمېټډ» شرکت د کرخ ولسوالۍ د سکرو ډبرو کان د استخراج او پروسس برخه کې څه باندې ۱۵۱ میلیونه او ۷۲۸ زره افغانۍ، «د مدثراشنا» شرکت د بغلان د قره‌زغن سیمه کې د سرو زرو د استخراج او پروسس برخه کې څه باندې ۱۲۴ میلیونه او ۹۷۹ زره افغانۍ پانګونه کوي.

هغه زیاتوي د یادو تړونونو له مخې، د «همګرایان غرب» شرکت د هرات پشتون زرغون ولسوالی د اوسپنې استخراج او پروسس برخه کې څه باندې نهه میلیارده او ۸۰۷ میلیونه او ۳۸۲ زره افغانۍ او د «علیم شاه بابا» شرکت د پروان ولایت کوه صافي کرمایټو استخراج او پروسس برخه کې ۱۸۰ میلیونه او ۲۰۶ زره افغانۍ پانګونه کوي.

دلاور وايي چې د یادو کانونو پروسس په کور د ننه ترسره کېږي او له لارې به یې سلګونو کسانو ته د کار زمينه هم برابره شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، له یادو څلورو شرکتونو سره دغه تړونونه د ۳۰ کلونو لپاره شوي دي.

د «مدثر اشنا» شرکت مسوول ولي محمد د قراردادي شرکتونو په استازیتوب خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې د یادو کانونو چارې به له تړونونو سره سمې پر مخ یووړل شي.

هغه د اسلامي امارت د اړوندو ادارو له خوا له شرکتونو سره د همکارۍ او ملاتړ غوښتنه وکړه.

Views: 64

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.