کندهار (پژواک، ۲۱ مرغومی ۱۴۰۲): کندهار کې یو شمېر کروندګر وايي، د پخوا په نسبت دغه ولایت کې د زعفرانو کښت او حاصلات ډېر شوي او له حکومته غوښتنه کوي چې په کور دننه او بهر بازار ورته پیدا کړي.
د پنجوايي ولسوالۍ یو کروندګر محمد داوود وایي: «موږ خو خواري وکړه، زعفران مو وکرل نو اوس باید په ښه بیه خرڅ شي چې هغه زموږ د خوارۍ پيسې راته وګټي، نو باید تر نړۍوالو بازارونو پوري ورسېږي.»
دغه کروندګر زغفران د کوکنارو ښه بدیل بولي او زیاتوي، د نورو محصولاتو په څېر ډېرو اوبو ته هم اړتیا نه لري.
د دغه ولایت د ډنډ ولسوالۍ یو کروندګر عبدالقادر وايي: «تریاک خو نور پاتي دي، که چېرې زعفران په سمه توګه وکرل شي او وروزل شي، تر تریاکو ډېره ګټه کوي، خو زموږ غوښتنه دا ده چې نورو هېوادونو ته واستول شي.»
د هغوی په خبره، اوسمهال یو کیلوګرام زعفران له ۹۰ زره افغانیو څخه تر سل زره افغانیو پورې پلورل کېږي، په داسې حال کې چې دوه کاله مخکې یې بیه تر ۱۵۰ زره افغانیو رسېده.
کروندګر وايي، د سږ کال له راټولو شوو زعفرانو څخه یې ډېره کمه اندازه هرات ولایت ته د پلور په موخه لېږلي او یو څه یې له هېواده بهر صادر شوي دي.
ورته مهال، د کندهار د کرنې ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د هالنډ کمېټې له خوا یو شمېر کروندګرو ته د زعفرانو د کښت برخه کې روزنه ورکړل شوې ده.
د دغه ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ویاند ننګیالي سمون پژواک خبري اژانس ته وویل، تېر کال یوازې پر ۹۲ جریبه ځمکه زعفران کرل شوي وو چې ۴۶ کیلوګرامه حاصل ورڅخه راټول شوی و، خو سږ کال بیا پر ۴۴۰ جریبه ځمکه زعفران کرل شوي چې شاوخوا ۲۲۰ کیلوګرامه حاصلات ورڅخه ترلاسه شوي دي.
نوموړی وايي: «روان کال د هالنډ کمېټې په همکارۍ ۱۳۰ کروندګرو ته د زعفرانو تخم، کیمیاوي سره او نور وسایل ورکول شوي چې په زیاته اندازه زعفران وکري. زموږ د ریاست او ځینو موسسو له خوا هم همکاري شوې ده؛ ځکه پر ۴۴۰ جریبه ځمکه زعفران کرل شوي، خو تېر کال دغه اندازه له سل جریبو هم کمه وه.»
بلخوا د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولین وایي، ګمرکي ستونزې په هرات، کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې، د زعفرانو د کښت ډېروالی او په بهر کې د زعفرانو کمه تقاضا د زعفرانو د بیې ټیټېدو لامل شوي دي.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا پژواک خبري اژانس ته وویل: «که څه هم زموږ ډېر ښه زعفران دي، خو اوس یې کرنه زیاته شوې، په هرات کې په ټنو حاصلات ترلاسه کېږي د ایران زعفران هم زیات شوي او په نورو هېوادونو کې هم د زعفرانو کرنه دود شوې؛ نو ځکه زموږ د زعفرانو صادرات کم او بیه یې ټيټه شوې ده.»
کندهار کې د هالنډ کمېټې د کرنې د ترویج برخې مسوولین وایي، په تېر او روان کال کې یې له ۲۳۰ کروندګرو سره د زعفرانو د تخم او ترویج برخه کې همکاري کړې او دغه راز یې د زعفرانو د فصل راټولولو وسایل هم ورکړي دي.
د هالنډ کمېټې د کرنې برخې د ترویج مسوول عبدالهادي داوودزي پژواک ته وویل، هڅه کوي په دې برخه کې لا ډېرو کروندګرو ته روزنه ورکړي.
هغه زیاته کړه: «موږ بزګرو ته د وسایلو او زعفرانو د تخم ترڅنګ د بازارموندنې برخه کې هم روزنه ورکړې، هغوی مو هرات ته د زعفرانو نندارتونونو ته بېولي، سوداګر مو ورسره معرفي کړي، څو زعفران په ښه بیه ورباندې وپلوري.»
د دغه ولایت کروندګر غوښتنه کوي چې دوی ته دې په دوامداره توګه د زعفرانو کښت او پالنې برخه کې روزنه ورکړل شي او همدارنګه دې ورسره د اصلاح شوو تخمونو او وسایلو برخه کې لا ډېره مرسته وشي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP