اټلانټا (پژواک، ۲۲ مرغومی ۱۴۰۲): د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې افغانستان ته د مولانا فضل الرحمن د سفر ملاتړ نه کوي، خو د دغه سفر په تړاو به له هغه معلومات وغواړي.
د پاکستان د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمن د یوه پلاوي په مشرۍ د تېرې یکشنبې په ورځ کابل ته رسېدلی و او هلته یې له لیدنو کتنو وروسته پرون په کندهار کې د اسلامي امارت له مشر شیخ هیتالله اخوندزاده سره هم لیدلي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا بلوچ د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۱مه) په اسلاماباد کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال په ډاګه کړه چې حکومت یې افغانستان ته د مولانا فضل الرحمن له سفر ملاتړ نه کوي.
هغې زیاته کړه چې مولانا فضل الرحمن په شخصي توګه سفر کړی او وروسته له بېرته ورتگ څخه به ترې د دغه سفر په تړاو معلومات وغواړي.
نوموړې یو خل بیا د افغانستان له سرپرست حکومته وغوښتل چې په خپله خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان د وسلهوالو پر ضد اقدامات وکړي.
خو د افغانستان سرپرست حکومت چارواکو د بل چا پر ضد د افغانستان خاورې د کارېدو په تړاو ادعاوې رد کړې دي.
کابل ته د سفر پر مهال مولانا فضل الرحمن رییس الوزراء ملا محمدحسن، د هغه سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره ولیدل.
متقي له یادې لیدنې وروسته خبریالانو ته وویل چې مولانا فضل الرحمن د پاکستان په سياست کې مهم رول لري او تمه ده چې د نوموړي سفر به د کابل او اسلاماباد ترمنځ د اړيکو برخه کې ګټور تمام شي.
هغه دغه راز هیله څرګنده کړې چې دغه سفر به د دواړو هېوادونو ولسونو ته د امن، سکون او اقتصاد برخو کې هم ښې پایلې ولري .
هغه زیاته کړه: «اسلامي امارت د ټولو ګاونډیانو لپاره ښه نیت لري او ښې اړیکې غواړي، اوس په ټول افغانستان کې امن راغلی او مرکزي حاکمیت جوړ شوی، افغانستان له خپل موقعیت څخه ښه استفاده کولای شي، د تزانزیټ او اقتصاد مرکز دی او د سیمې امن او ثبات کې ښه رول لوبولی شي.»
نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې مولانا فضل الرحمن په سیمه کې منلی سیاستمدار دی، د افغانستان او پاکستان له حالاتو خبر دی، هیله ده چې د اسلامي امارت د مشرانو ښه نیت او خلوص چې د سیمې او ګاونډیانو په اړه یې لري، د خپل هېواد چارواکو ته ورسوي.
متقي زياته کړې وه، د پلاوي لویوالي ته په کتو معلومېږي چې مولانا فضل الرحمن به له ځان سره د پاکستاني لوري پيغام د اسلامي امارت له مشرانو سره د شريکولو په موخه راوړی وي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP