ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې د لاسي بم چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي

کابل ښار کې د لاسي بم چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي

author avatar
11 Jan 2024 - 17:55
کابل ښار کې د لاسي بم چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي
ارشیف
author avatar
11 Jan 2024 - 17:55

کابل (پژواک، ۲۱ مرغومی ۱۴۰۲): د کابل ښار اتلسمې حوزې اړوند دشت‌برچي سیمه کې د یوه سوداګریز مرکز مخې ته نن مازیګر مهال شاوخوا درې بجې د لاسي بم چاودنې کې دوه کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته وویل: «د کابل ښار ۱۸مې حوزې اړوند دشت‌برچي سیمه کې د یوه سوداګریز مرکز مخې ته د لاسي بم چاودنې له امله دوه تنه عام هېوادوال شهیدان شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.»

د دشت‌برچي سیمې یو تن اوسېدونکي محمد داوود پژواک ته وويل چې دغه چاودنه نن له غرمې وروسته په شاوخوا درېیو بجو “برچي سيټي سنټر” ته څېرمه شوې ده.

هغه وویل چې په دې اړه نور معلومات نه لري.

د پېښې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې میاشتې په ۱۶مه هم د کابل ښار اتلسمې امنیتي حوزې اړوند دشت‌برچي سیمه کې په یوه کاسټرموټر کې چاودنه شوې وه چې پنځه کسان په ‌کې وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي وو.

 ځینې سیمه ییزې سرچینې وایي، د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف اړوند په بلخ دروازه کې هم نن له غرمې وروسته چاودنه شوې. په دې اړه نور جزییات نشته او حکومتي سرچینو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Views: 62

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.