ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یوناما د امر بالمعروف لخوا دښځو پر نیولو اندېښنه وښوده، مجاهد: دا پروپاګند حقیقت نه لري

یوناما د امر بالمعروف لخوا دښځو پر نیولو اندېښنه وښوده، مجاهد: دا پروپاګند حقیقت نه لري

author avatar
11 Jan 2024 - 21:36
یوناما د امر بالمعروف لخوا دښځو پر نیولو اندېښنه وښوده، مجاهد: دا پروپاګند حقیقت نه لري
author avatar
11 Jan 2024 - 21:36

کابل (پژواک، ۲۲ مرغومی ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په افغانستان کې د حجاب په تړاو د ښځو او نجونو پر نیولو اندېښنه ښودلې او دغه چاره یې د هغوی لپاره «سپکونکې او خطرناکه» بللي، خو د اسلامي امارت ویاند د یوناما دغه څرګندونې ناسمې بولي.

د راپورونو له مخې، څو ورځې مخکې کابل کې یو شمېر ښځې د «حجاب نه مراعاتولو» له امله ونیول شوې. د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دغه ښځې یوازې د دوو ساعتونو لپاره د دوی د کورنیو په غوښتنه اړوندو سیمو ته لېږدول شوې وې او د کورنیو د غړو په حضور کې بېرته خوشې شوې وې.

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په دې اړه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان د سرپرست حکومت له خوا د اسلامي حجاب د اصولو نه مراعاتولو د ادعا پر بنسټ د ښځو او نجونو د خپلسرو نیولو او توقیف په وروستیو پېښو په ژوره توګه اندیښمنه ده.

سرچینې زیاته کړې چې له تېرو نږدې دوو اونیو راهیسې (د جنورۍ له لومړۍ نیټې) په کابل او دایکنډي ولایتونو کې یوناما د حجاب فرمان د پلي کولو یو لړ کمپاینونه مستند کړي، چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت او پولیسو له خوا ترسره شوي دي.

یوناما ادعا کوي چې په پلازمینه کابل کې په لویه کچه ښځو او نجونو ته اخطارونه ورکړل شوي او توقیف شوي او د دایکنډي ولایت په نیلي ښار کې هم ښځې او نجونې توقیف شوې دي.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې د سرپرست حکومت اړوند ادارو د نیول شویو نجونو او ښځو د خلاصون لپاره د دغو نجونو او ښځو محرم کسان ورغوښتي او ضمانت یې ترې اخستی، تر څو په په راتلونکې کې حجاب مراعات کړي، که نه له سزا سره به مخ شي.

 یوناما ویلي، د هغو ادعاوو پلټنه هم کوي چې د یادو نیول شویو ښځو او نجونو د خوشې کولو په بدل کې د پیسو غوښتنه شوې.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې روزا اوتنبایوا ویلي: «په پلي کیدونکو اقداماتو کې فزیکي تاوتریخوالی په خاص ډول د ښځو او نجونو لپاره سپکونکي او خطرناک دي. توقیفونه له ځانه سره یوه لویه بدنامي لري چې افغان میرمنې له لا ډیر خطر سره مخامخ کوي، او همداشان عامه باور له منځه وړي.»

په اعلامیه کې راغلي، یوناما ویره لري چې دا ډول نیونې، به ښځې د وېرې له امله لا نورې انزوا ته بوزي او د  د نارینه وو لپاره به داسې یو چاپېریال رامنځته کړي چې په کور کې جبري اقدامات عملي کړي.

یوناما ویلي چې دغه موضوعات یې له افغان چارواکو سره شریک کړي او د نیول شویو ښځو د ژر خوشي کېدو غوښتنه یې کړې ده.

سرچینه زیاتوي چې افغانستان د یوه دولت په توګه د بشري حقونو د اوو مهمو نړیوالو سندونو غړی پاته شوی او د دغه هېواد سرپرست حکومت باید ژر تر ژره هغه تګلارې او کړنې بیرته واخلي چې له بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو د ګټې اخیستو په برخه کې د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیت رامنځته کوي.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، د یوناما هغه اندېښنه سمه نه ده چې په افغانستان کې یې د حجاب په مورد له ښځو سره د ناوړه چلند په اړه ښودلې ده.

دی زیاتوي چې افغان میرمنې په خپله حجاب مراعاتوي، زور زیاتي ته اړتیا نه لري او د امربالمعروف له خوا هم له چاسره زور زیاتی نه دی شوی.

مجاهد وایي، په دې اړه شوي پروپاګند حقیقت نه لري.

Views: 40

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.