ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سمنگان کې د ترافیکي پېښو له امله یو کس مړ او نهه نور ټپیان شوي

سمنگان کې د ترافیکي پېښو له امله یو کس مړ او نهه نور ټپیان شوي

author avatar
13 Jan 2024 - 13:01
سمنگان کې د ترافیکي پېښو له امله یو کس مړ او نهه نور ټپیان شوي
author avatar
13 Jan 2024 - 13:01

ایبک (پژواک، ۲۳ مرغومی ۱۴۰۲): د سمنګان سیمه‌ییز مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د څلورو جلا ترافیکي پېښو له امله یو کس مړ او د درېیو ښځو او یوه ماشوم په ګډون نهه نور ټپیان شوي دي.

د سمنګان د ترافیکو مدیر قاري محمدنذیر سعد پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغه ولایت کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې څلور ترافیکي پېښې شوې دي.

هغه وویل، یو کرولا موټر چې له کندوزه بلخ ته پر لاره و، د سمنګان د خلم ولسوالۍ مربوطاتو کې له سړکه وتلی او چپه شوی دی.

هغه زیاتوي، یاده پېښه کې یو کس مړ شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا، د یادې پېښې ټپيان او مړ شوی کس د یوې کورنۍ غړي دي.

نوموړي دغه راز وویل، د دې ترڅنګ د سمنګان د مرکز په مربوطاتو کې په درېيو نور جلا ترافیکي پېښو کې هم څلور کسان ټپیان شوي دي.

هغه وویل چې ټپیان د سمنګان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د سمنګان د ترافیکو مدیر د یادو پېښو لامل د چلوونکو بې‌احتیاطي او له حد ډېر سرعت بولي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.