ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تورخم دروازه په درېیمه ورځ هم د ترانزيټ او ناروغانو پر مخ تړلې ده

تورخم دروازه په درېیمه ورځ هم د ترانزيټ او ناروغانو پر مخ تړلې ده

author avatar
15 Jan 2024 - 17:34
تورخم دروازه په درېیمه ورځ هم د ترانزيټ او ناروغانو پر مخ تړلې ده
author avatar
15 Jan 2024 - 17:34

جلال‌اباد (پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۲): ننګرهار کې چارواکي وايي چې د تورخم دروازه د درېیمې ورځې لپاره هم د ترانزیټ او ناروغانو پر مخ تړلې ده او دواړو خواوو ته ګڼ شمېر باروړونکي موټر او ناروغان تګ راتګ ته د اجازې په انتظار دي.

د تورخم دروازه وړمه ورځ د پاکستان لوري له خوا د باروړونکو موټرو پر وړاندې په دې پلمه وتړل شوه چې ګواکې موټرچلوونکي ويزه او پاسپورټ نه لري.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو امر صديق‌الله قريشي بدلون نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه لار د درېيمې ورځې لپاره هم د پاکستان له خوا تړل شوې وه او د ترانزيټ او د ناروغانو د تګ راتګ اجازه ورنه کړل شوه.

هغه وايي: «کله چې دغه لاره وتړل شوه پاکستاني لوري هغو ناروغانو ته هم د تګ اجازه ورنه کړه چې د يوې هوکړې له مخې په ټوکن باندې پاکستان ته د درملنې لپاره ځي.»

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیریت پلاوي غړي زلمي عظیمي وویل، شاوخوا زر لارۍ، کانټينرونه او پر سوداګريزو توکو بار موټرونه هغې غاړې او نږدې دوه زره لارۍ دې غاړې په انتظار ولاړې دي.

هغه وايي: «پاکستان تل پر تجارانو ګوزارونه کوي، تجاران يې له پښو وغورځول، دا اوس هم زموږ د تازه ميوو، تازه سبزۍ، شوکاڼي، سکرو، مالوچو بار موټرونه ولاړ دي.»

د هغه په خبره، په تېرو شلو کلونو کې پاکستان بله لار نه درلوده، يوازې يې د تورخم دروازې او ځينو نورو پلمو باندې سوداګرو ته زيان رسولی، پر افغان حکومت يې فشار راوړی او خپلې غوښتنې يې پرې منلي دي.

هغه غوښتنه وکړه چې دغه موضوع دې د خبرو اترو له لارې حل شي څو د تورخم لار بېرته په عادي ډول خلاصه شي.

د تورخم کميسار مولوي عبدالجبار حکمت پرون رسنيو ته ويلي وو چې له پاکستاني اړخ سره يې خبرې کړي خو هغوی ورته ويلي چې مرکزي حکومت دا پرېکړه کړې او دوی په کې صلاحیت نه لري.

Views: 70

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.