Language

پروان کې د ځمکې پر سر شخړه کې یو کس وژل شوی

چاریکار (پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۲): د پروان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر شخړه کې یو کس وژل شوی او پېښې په تړاو دوه کسان نیول شوي دي.

د پروان امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه پرون ماښام د بګرام ولسوالۍ په جعفرخېلو سیمه کې شوې ده.

سرچینې لیکلي چې یاده پېښه د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړې له امله شوې، مجرم له سیمې تښتېدلې خو په پېښه کې دخیل دوه کسان نیول شوي دي.

د پروان امنیې قوماندانۍ لیکلي، د مجرم د نیولو هڅې روانې دي او موضوع د اړوند ارګان له لوري تر څېړنو لاندې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.