Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پوهنې وزارت: په نصاب کې د بدلون لړۍ تر شپږم ټولګي بشپړه شوه

کابل (پژواک، ۲۶ مرغومی ۱۴۰۲): پوهنې وزارت په نصاب کې د بدلون لړۍ تر شپږم ټولګي بشپړه کړې او وایي چې د دغو ټولګیو له نصابه یې هغه محتوا او کتابونه لرې کړي چې له «اسلامي شعایرو او افغاني کلتور» سره په ټکر کې وو.

د پوهنې وزارت ویاند منصوراحمد حمزه له ملي ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي چې د ښوونځیو نصاب کې د بدلون لړۍ تر شپږم ټولګي بشپړه شوې او د اووم، اتم او نهمو ټولګیو پر نصاب د وزارت د تخنیکي کمېټې له خوا کار روان دی.

هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته زیاته کړې: «د پوهنې وزارت په اوس کې تر شپږم ټولګي پورې هغه کوم نصاب چې دی، په هغه کې مو تغییر راوستی او تبدیل مو په کې راوستی؛ ځیني داسې کتابونه چې مطلب د موږ د اسلامي شعایرو او د دې ترڅنګ له افغاني کلتور او فرهنګ سره په ټکر کې وو، هغه کتابونه ایستل شوي او د دې ترڅنګ هغه کومې محتواوې چې اسلامي شعایرو او افغاني کلتور سره په ټکر کې وې، د کتابونو داخل څخه ایستل شوې دي.»

د حمزه په وینا، په تېرو دوو کلونو کې شاوخوا ۴۰ زره ښوونکي د ښځینه‌وو په ګډون پر دندو ګومارل شوي او په ټول هېواد کې د ۹۷۲ ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې شوې دي.

د ده د معلوماتو مخې، د پوهنې وزارت هڅه کړې څو زده‌کوونکو ته متوازن خدمات وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې وړم کال په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته اوسني سرپرست حکومت د نجونو له شپږم ټولګي پورته زده‌کړې تر ثاني امره وځندولې خو چارواکو په وار وار ویلي چې دا ځندول دایمي نه دي او د اړینو شرایطو په برابرولو سره به بېرته پیل شي.

د دې ترڅنګ د نجونو لوړې زده‌کړې هم تر بل امر پورې ځنډول شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.