کابل (پژواک، ۲۶ مرغومی ۱۴۰۲): کابینې د سالنګ لارې د موټرچلوونکو شکایتونو په اړه د پژواک راپور له خپرېدو وروسته، ټولګټو وزارت ته دنده سپارلې چې د دې لارې باروړونکو موټرو ستونزو ته رسېدنه وکړي او د حل مناسبه لاره ورته ولټوي.
د پژواک خبري اژانس یوه راپور له مخې، تېره اونۍ د سالنګ لویې لارې باروړونکو موټرو یو شمېر چلوونکو ویلي وو چې د «سالنګ ټولپلازا» محصول راټولولو چارو بېنظمي رامنځته کړې او حکومت دې په دې برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د سالنګ تونل له بیارغولو وروسته د سالنګ دواړو غاړو کې له کوچنيو مسافروړونکو موټرو ۸۰ افغانۍ او له لویو باروړونکو موټرو د ټایرونو د شمېر په اندازه د هر یو ټایر پر سر ۱۰۰ افغانۍ «د سالنګونو لپاره د ټولپلازا» په نوم محصول اخیستل کېږي.
د چارو ادارې خبرپاڼې له مخې، د کابینې د تېرې ورځې په ناسته کې ټولګټو وزارت ته دنده سپارلې چې د سالنګ لویې لارې په اوږدو کې د باروړونکو موټرو ستونزو ته رسېدنه وکړي او د حل مناسبه لاره ورته ولټوي.
Views: 122
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن