ترینکوټ (پژواک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۲): د اروزګان یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د لېوني سپیانو پر ډېرېدو اندېښنه څرګندوي او له حکومته غواړي چې د له منځه وړو لپاره یې اقدام وکړي.
د اروزګان د مرکز ترینکوټ ښار د اببردې سیمې اوسېدونکی محمدالله چې خپل ۱۳ کلن زوی یې ولایتي روغتون ته د درملنې په موخه راوستلی و وايي، زوی یې لس ورځې مخکې لېوني سپي څلور ځایه داړلی دی.
دغه راز د چورې ولسوالۍ اوسېدونکي احمدشاه چې خپل درې وروڼه یې د واکسین کولو په موخه یاد روغتون ته راوستلي وو وویل، یوه میاشت مخکې یې یو ورور د لېوني سپي داړلو له امله مړ شو.
بلخوا د ترینکوټ ښار د کوټوال سیمې اوسېدونکی احمدجاوېد هم په ښار کې د لېوني سپیانو ډېرېدو ته اندېښمن دی.
هغه پژواک ته وویل چې په سیمه کې یې د لېوني سپیانو له وېرې خپل ماشومان له کوره وتلو ته نه پرېږدي.
یادو درې واړو کسانو له مسوولینو غوښتنه وکړه چې په ښار او ولسوالیو کې دې د لېوني سپیانو د له منځه وړو لپاره اقدام وکړي.
د دغه ولایت ملکي روغتون سرطبیب ډاکټر عبدالغفار وطنوال هم وايي، په تېره یوه میاشت کې لېوني سپیانو د مرکز په ګډون یو شمېر ولسوالیو کې ۴۶ کسان داړلي دي.
هغه پژواک ته وویل، ټول هغه کسان چې لېوني سپیانو داړلي، واکسین شوي دي.
بلخوا بیا د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس قاري اغاولي قریشي وايي چې ډېر ژر به یو کمېټه جوړه او د مرکز او ولسوالیو په کچه به د لېوني سپیانو د له منځه وړو کمپاین پیل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې خلک د لېوني سپیانو له ډېرېدو شکایتونه کوي.
Views: 50
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن