Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بدخشان کې مسوولین: د افغانستان او چین ترمنځ به د سړک جوړولو چارې ژر بشپړې شي

فیض‌اباد (پژواک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۲): بدخشان کې حکومتي چارواکي وايي، د هغه سړک د جوړولو چارې چې افغانستان له چین سره نښلوي، تر راتلونکو څو ورځو پورې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د بدخشان والي قاري محمدایوب خالد پژواک ته وویل چې له پنځو میاشتو راهیسې د بدخشان د واخان ولسوالۍ له کوچني پامیره د چین تر سرحده د سړک جوړونې چارې په چټکۍ سره روانې دي چې ډېر ژر به بشپړې شي او ټاکل شوې چې راتلونکې اونۍ د اسلامي امارت لوړپوړو چارواکو په حضور کې پرانیستل شي.

هغه وویل چې د دې لارې جوړېدل د افغانستان خلکو لپاره له اقتصادي پلوه حیاتي دي او خلکو ته به د کار زمینه هم برابره شي.

د بدخشان والي وویل: «د ورېښمو لارې پر نقشې، سروې او ډیزاین کار روان دی چې د بدخشان له مرکزه د چین تر سرحده ۴۸۰ کیلومتره اوږدوالی لري، هیله‌مند یم چې راتلونکې کې پیل شي، د اسلامي امارت مشران که څه هم کم امکانات لري، خو د هېواد بیارغولو ته ژمن دي.»

بلخوا، د بدخشان د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس مولوي امان‌الله چهره پژواک ته وویل چې دمګړۍ قاشروک سیمه کې - چې د چین تر سرحده له ۷ کیلومترو کمه فاصله لري- له کوچني پامیره د چین تر سرحده د پرمختللي ماشینرۍ په وسیله د سړک کیندنې او هوارولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

د مسوولینو د معلوماتو له مخې، دغه سړک چې پنځوس کیلومتره اوږدوالی لري، د بدخشان د کوچني پامیر د بزهای ګنبد له سیمې پیلېږي او د دغه ولایت د واخان ولسوالۍ د چین تر سرحده رسېږي.

د بدخشان د کوچني پامیر د اوسېدونکو په استازولي حاجي بوټو وویل، که څه هم هوا سړه ده، خو د پرمختللې ماشینرۍ په وسیله په ۲۴ ساعته ډول کار روان دی.

هغه د اسلامي امارت د خدماتو له امله مننه وکړه، ویې ویل: «زموږ یوازېنۍ هیله دا وه چې د ورېښمو لار له چین سره ونښلول شي، دوه ورځې مخکې چې مو د کلیو پراختیا وزارت له پلاوي سره د دغه سړک له کیندنې او هوارولو نظارت درلود، کار صفري نقطې ته رسېدلی او ژر به رسماً پرانیستل شي.»

بدخشان کې د اقتصادي چارو کارپوه غلام‌محمد اتش‌پور له چین سره د افغانستان وصلېدل، له اقتصادي او سیاسي پلوه د افغانستان د خلکو په ګټه بولي او وایي چې د افغانستان د خلکو دا یوه هیله وه چې یو وخت وکولای شي چینایي توکي- چې اوسمهال له څو هېوادونو په تېرېدو او د ډېرو ترانسپورټي او ګمرکي پیسو په ورکولو سره هېواد ته واردوي- په کمو پیسو او په کم وخت کې هېواد ته وارد کړي او دغه راز داخلي تولیدات له دې لارې د چین او اسیا بازارونو ته صادر کړي.

هغه زیاته کړه چې د بدخشان د خلکو د بې‌وزلي او نشه‌یي توکو ته د ځوانانو مخه کولو لامل همدا بې‌کاري ده، د بدخشان خلکو او ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرېدو سره به د خلکو عمده ستونزه هواره شي.

هغه له اسلامي امارته غواړي چې ډېر ژر دې د دغه اقتصادي سړک د پخولو او معیاري کولو چارې پیل کړي؛ ځکه چې د لویو پروژو په تطبیق سره به افغانستان ارام او هوسا پاتې شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.