Language

ګردېز ښار او شاوخوا سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو کچه ۱۵ متره ټيټه شوې

ګردېز (پژواک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۲): پکتیا کې د سندیزې فرعي حوزې رییس وايي، د وچکالۍ او کروندګرو له خوا د ځمکې لاندې له اوبو د بې‌ځایه ګټې اخیستنې له امله په ګردېز ښار او شاوخوا سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو کچه ۱۵ متره ټيټه شوې ده.

د پکتیا د سیندیزې فرعي حوزې رییس مولوي کریم فاتح نن (د مرغومي ۲۷مه) له کروندګرو او د ولسوالیو له مسولینو سره په یوه جوړه شوې غونډه کې وویل، په ګردېز او ټولو ولسوالیو کې شاوخوا ۱۲۰۰ کارېزونه او د پاکو اوبو چینې وچې شوې دي چې یوازې ۴۰۰ یې په زرمت ولسوالۍ کې دي.

هغه وویل: «موږ په مرکز ګردېز او شاوخوا سیمو کې ۳۶ څاه ګانې لرو چې زموږ تحنیکي ټیم هره میاشت د ځمکې لاندې اوبو اندازه‌ له هغوی اخلي. زموږ د تخنیکي انجینیرانو د معلوماتو پر اساس دا سږ کال پکتیا مرکز ګردېز اړوند سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو سطحه له لسو نیولې تر پنځلسو مترو پورې ټیټه شوې، نو موږ ولایت مقام ته وړاندېز وکړ چې ځمکې لاندې اوبو ساتنې او سالمې استفادې لپاره یوه کمېټه جوړه شي او د هغو کښتونو مخه ونیول شي چې زیاتو اوبو ته اړتیا لري.»

ورته وخت کې د دغه ولایت د کرنې ریاست مسوولین وايي، له دې وروسته بزګرانو ته د هغو کښتونو د کرلو اجازه نه ورکوي چې ډېرو اوبو ته اړتیا لري.

د پکتیا د کرنې ریاست د ترویج مدیر عزیزالله کریمي وایي، راتلونکي پسرلي کې به بزګران کولای شي، یوازې پر خپله ۱۵سلنه ځمکه روميان، بانجان، پیاز او بادرنګ وکري.

ورته وخت کې بزګران هم له یادې پرېکړې خوښ دي او زیاتوي چې په سیمو کې یې د وچکالي او ځمکې لاندې اوبو څخه ناوړې استفادې له امله د دوی کاریزونه او ژورې څاه‌ګانې وچې شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.