Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

روغتیا نړۍوال سازمان د هرات له حوزوي روغتون سره د طبي تجهیزاتو مرسته وکړه

هرات (پژواک، ۲۸ مرغومی ۱۴۰۲): هرات کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت له زیږنتون او حوزوي روغتونونو سره روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) لوېدیځ زون دفتر له لوري د ۷۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د طبي تجهیزاتو مرسته وشوه.

د هرات حوزوي روغتون سرطبیب ډاکټر محمدعارف جلالي روغتیا نړۍوال سازمان له پر وخت مرستې د مننې ترڅنګ وویل، له یادو مرستو به د دغه ولایت ناروغانو ته د غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو برخه کې ګټه واخیستل شي.

هغه زیاته کړه، یادو وسایلو کې د انستیزۍ درې معیاري دستګاوې، د عملیات مدرنې او بېلابېلې وسیلې، سنترفیوژ، بسترونو لپاره روجايي او د زېږون او عملیات د جامو کیتونه شامل دي.

د یادونې ده، د هرات حوزوي روغتون د هېواد په لویدیځ کې د هرات، غور، فراه او بادغیس ولایتونو ناروغانو لپاره د خدمتونو او درملنې یو لوی مرکز دی چې د مسوولینو په وینا، د دغه روغتون ناروغانو او پایوازانو لپاره ډېرو امکاناتو او طبي وسایلو ته اړتیا لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.