Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

رؤفي ګروپ د درملو وارداتو برخه کې د ښه کیفت او معیار له امله د غوره شرکت ایوارډ ترلاسه کړ

رؤفی نړۍوال ګروپ (RGGC) په دې وروستیو کې د کابل سرینا هوټل کې یو سوداګریز کنفرانس جوړ کړ چې په کې د درملو په سکټور کې د شته فرصتونو، نوښتونو، بدلونونو، پرمختګونو او لاسته ‌راوړنو په اړه خبرې وشوې.
په دغه کنفرانس کې دولتي چارواکو، ملي او نړیوالو سوداګرو، د طب ډاکټرانو او له معتبرو کمپنیو بهرنیو مېلمنو ګډون کړی و.
کنفرانس د یوې علمي، مسلکي او سوداګریزې بڼې د مهالویش له مخې پیل شو، د افغانستان د متشبثینو اتحادیې مشر ښاغلي یعقوب منګل له حکومته ازادې سوداګرۍ ته د زمینې برابرولو او قاچاق مخنیوی له امله مننه وکړه؛ هغه دغه راز د درملو د کیفیت پر کنټرول او د راجسټر شوو شرکتونو وارداتو پر محدودولو ټینګار وکړ.
دغه راز بهرنیو ویناوالو د رؤفی نړیوال ګروپ (RGGC) نوښتونه، پرمختګونه، کیفیت او تخصصي خدمات وستایل او او ویې ویل چې په افغانستان کې به د درملو نوو ترکیبونو جوړولو برخه کې د درمل جوړولو د سکټور ملاتړ وکړي.
په دغه کنفرانس کې د درملو او خوړو ملي ادارې (AFDA) د ثبت او جواز ورکولو رییس احسان‌الله صدیق د دغه صنعت معیارونو ټاکلو، د کیفیت کنټرول، عملي میکانیزمونو رامنځته کولو او پرمختګونو برخو کې د دې ادارې د هڅو په اړه معلومات وړاندې کړل.
هغه زیاته کړه چې د دې ادارې د هڅو په پایله کې د غیرقانوني طبي تجهیزاتو او درملو مخه نیول شوې ده، د افغانستان په مهمو ولایتونو کې یې د درملو د شننې لپاره د لابراتوارونو جوړولو لپاره نوي پروګرامونه جوړ کړي څو د محصولاتو د شننې بهیر ګړندی او د کیفیت د ښه تضمین لپاره یې کار وشي.
صدیق دغه راز د هېواد د درملو زېربنا پیاوړتیا لپاره د ملي او نړۍوالو مرستو، نظرونو او مشورو هرکلی وکړ او د ملي او نړۍوالو معیارونو پوره کولو له امله یې یاد شرکت وستایه او دا یې د درملو برخه کې د افغانستان تر ټولو غوره وارداتي شرکت وباله.
یاد شرکت د ستاینلیک ترڅنګ د غوره شرکت ایوارډ هم ترلاسه کړ.


د کنفرانس په پای کې د رؤفی نړیوال ګروپ عمومي رییس سید عباس رؤفي د درملو او خوړو له ملي ادارې د نوښتونو، پلي شوو معیارونو او د هغوي د هڅو په برخو کې د زړه له کومې مننه وکړه. دغه راز یې د پرمختګ او لاسته‌ راوړنو برخو کې د دغه ګروپ د غړو او همکارانو کړنې وستایلې.
رؤفی نړیوال ګروپ وویل چې د افغانستان اړتیاوو ته په پام یې د امریکا د درملو او خوړو د تنظیم ادارې (FDA) له خوا د مزمنو ناروغیو منظور شوو درملو واردولو پلانونه په ډاګه کړل؛ د دغه نوښت موخه د اړتیا وړ محصولاتو ته لاسرسی او کیفیت او مقرراتو ته لومړیتوب ورکول دي.
سربېره پر دې د رؤفي ګروپ په اړه په زړه ‌پوري نوښت رامنځته کېږي چې د درملو عرضه کولو او انتقال لپاره به یوه منظمه شبکه جوړوي چې ټولو ولایتونو ته به د جي‌‌اېس‌پي (GSP) معیارونو مطابق درمل په موټرو کې انتقالوي څو د درملو د کیفیت تضمین وکړي.
دغه ګروپ غواړي د انسولین په اړه د ټول هېواد په کچه یو بدلون راولي چې د اړتیا له مخې به باکیفیته انسولین په خوندی ډول واردوي او ناروغانو ته به د ډاکټرانو سپارښتنې مطابق او د ادارې په همغږۍ توصیه کېږي.
د دغه کنفرانس په پای کې د AFDA عمومي رییس ډاکټر عبدالباري عمر او د هغه استازو ته د درملو او خوړو برخو کې د نوښت او د چارو د معیاري کولو له امله د سوداګرانو له خوا ستاینلیک او ایوارډونه ورکړل شول.

دغه یو سوداګریز اعلان دی

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.