کابل (پژواک، ۲۹ مرغومې ۱۴۰۲): کابل کې د ترکیې سفیر د ریاستالوزرا له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې چا ته اجازه نه ورکوي چې د اسلامي امارت خلاف په ترکیه کې سیاسي او پوځي فعالیت وکړي.
ارګ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په کابل کې د ترکیې له سفیر جنک اونال سره وکتل.
سرچينې لیکلي چې د ترکیې سفیر د افغانستان او ترکیې د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ، ویې ويل، ترکي سوداګر چمتو دي چې د کانونو، برېښنا او کرنې برخو کې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
هغه دغه راز ویلي، ترکیه له افغانستان سره د پوهنې او لوړو زدهکړو برخو کې همکارۍ ته چمتو ده او د افغانستان د پرمختګ ملاتړ کوي.
د هغه په خبره، هېواد یې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د اسلامي امارت خلاف په ترکیه کې سیاسي او پوځي تحرکات وکړي.
د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال هم په دې لیدنه کې ویلي، د اسلامي امارت له حاکميت راوروسته په افغانستان کې ترکي پانګهوالو ته د پانګونې ښه زمینه برابره شوې ده.
د هغه په خبره، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او هڅه کوي په سیمه کې اقتصادي او ترانزیټي اړیکې پراخې کړي.
ارګ لیکلي چې مولوي عبدالکبیر له ترکیې د دغه دريځ له امله چې ګواکې چا ته د اسلامي امارت خلاف د پوځي او سیاسي فعالیت اجازه نه ورکوي، مننه وکړه او زياته يې کړه، اوس په هېواد کې ټولو افغانانو ته د ګډ او ارام ژوند زمینه برابره شوې ده.
د یادونې ده، په افغانستان کې د وړم کال له سیاسي بدلون وروسته ګڼ شمېر پخواني چارواکي ترکیې ته ولاړل او اوس هلته ژوند کوي.
Views: 32
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن