کابل (پژواک، ۲۹ مرغومی ۱۴۰۲): د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست وایي، په افغانستان کې علماوو ته د حق ویلو تر ټولو ښه زمینه برابره ده، په داسې حال کې چې په ډېرو هېوادونو کې علماوو ته د حق ویلو اجازه نه ورکول کېږي.
د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست مولوي نداءمحمد ندیم یادې څرګندونې په بغلان ولایت کې د حقانیه دارالعلوم زدهکوونکو فراغتغونډې ته کړې دي.
هغه علماوو ته په خطاب کې ویلي چې اوس مهال تاسو ته په افغانستان کې د حق ویلو تر ټولو ښه زمینه برابره ده او زیاته کړې یې ده: «تاسو ته د اسلامي امارت امیر د حق په ویلو امر کوي، په داسې حال کې چې ډېری هېوادونو کې علماوو ته د حق ویلو اجازه نه ورکول کېږي.»
هغه دغه راز د دیني علومو پر ارزښت خبرې کړې او ویلي یې دي چې خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو لپاره پوهه او علم اړین دي؛ څو د هغو په رڼا کې خپلې کړنې ترسره کړي.
Views: 15
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن