خوستښار (پژواک، ۳۰ مرغومی ۱۴۰۲): خوست ښار کې د لس میلیون افغانیو په لګښت د اووه کیلومتره نوي سړک جوړولو لومړنۍ چارې پيل شوې.
د ځايي مسوولينو په وينا، دغه سړک به ۷ کيلومتره اوږدوالی او ۲۱ متره پلنوالی ولري او لګښت یې د ښاروالۍ له بودجې ورکول کېږي.
د خوست ښاروال قاري بسمالله بلال وايي، د دغه سړک د اساسي جوړولو لپاره ټولې دوه سوه ميليون افغانۍ ځانګړې شوې چې د اوس لپاره يې د لس ميليون افغانيو په لګښت د مسير تېرولو چارې پيل شوې.
نوموړي پژواک ته وويل، د دغه سړک د مسير تېرولو چارې به په راتلونکو دوو يا درېيو مياشتو کې بشپړې شي.
ورته مهال، د خوست مرستيال والي مولوي محبوبشاه قانت له پژواک خبري اژانس سره خبرو کې له اړوندو مسوولينو غوښتنه وکړه چې له دې پروژې دقيقه څارنه او نظارت وکړي.
نوموړي دغه راز وويل، د خلکو هغه شخصي ځمکې او جايدادونه چې د ياد سړک په تېرولو کې له منځه ځي، د هغوی د استملاک پروسه به نهايي کوي او هر چا ته به خپل حقوق ورکوي.
مرستيال والي له خلکو هم وغوښتل چې د دې سترې ملي پروژې پر وړاندې هيڅ ډول خنډ جوړ نه کړي او تر خپله وسه له اړوند ادارو سره همکاري وکړي.
Views: 24
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن