ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یوه میاشت کې څه باندې ۱۴۳ زره جریبه ځمکه له غصبه راګرځول شوې

یوه میاشت کې څه باندې ۱۴۳ زره جریبه ځمکه له غصبه راګرځول شوې

author avatar
20 Jan 2024 - 16:33
یوه میاشت کې څه باندې ۱۴۳ زره جریبه ځمکه له غصبه راګرځول شوې
author avatar
20 Jan 2024 - 16:33

کابل (پژواک، ۳۰ مرغومی ۱۴۰۲): د عدلیې وزارت وایي، په تېره یوه میاشت کې یې د هېواد په اوو ولایتونو کې څه باندې ۱۴۳ زره جریبه امارتي ځمکه له څېړنو او تثبیت وروسته اړوندو ادارو ته سپارلې ده.

د عدلیې وزارت په خبرپاڼه کې چې نن یې خپره کړې، راغلي چې دغه چاره د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي پلاویو ترسره کړې ده.

سرچینې د ټولو یادو اوو ولایتونو نومونه نه دي اخیستي، خو وایي چې په تېره یوه میاشت کې تر ټولو ډېرې (۱۳۵ زره جریبه) استرداد شوې ځمکې په کندوز او سرپل ولایتونو کې دي.

سرچینه زیاتوي چې یادو پلاویو په دغه موده کې څه باندې ۳۵۷ زره او ۶۶۰ جریبه امارتي ځمکه د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې تثبیت کړې او کابو ۵۴۰ زره او ۶۲۸ جریبه نوره یې هم په ولایتونو کې تر څېړنو لاندې ده.

د امارتي ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په ټولو ولایتونو کې دوام لري او د غصب شوو زرګونو جریبو امارتي ځمکو دوسیې، د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون او په ولایتونو کې د یاد کمېسیون د تخنیکي پلاویو تر څېړنو لاندې دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.