ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې یو شمېر خبریالان وايي، معلوماتو ته د لاسرسي برخه کې له ستونزو سره مخ دي

غزني کې یو شمېر خبریالان وايي، معلوماتو ته د لاسرسي برخه کې له ستونزو سره مخ دي

غزني ښار (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): غزني کې یو شمېر خبریالانو په یوه ناسته کې د دغه ولایت له چارواکو سره اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې خپلې شته ستونزې شریکې کړې او د دغو ستونزو د حل غوښتنه یې وکړه.

په سوېل‌ختیځ زون کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسوول ګلاب امیري وویل، د پخوا په نسبت اوس په دغه ولایت کې د خبریالانو ستونزې تر یوه حده راکمې شوې، خو لاهم په ډېرو برخو کې معلوماتو ته لاسرسی نه لري.

هغه زیاته کړه: «اطلاعاتو ته لاسرسی بشري حق او په افغانستان کې د قانون له مخې پېژندل شوی ارزښت دی چې باید چارواکي پام ورته وکړي.»

ورته وخت کې، په دغه ولایت کې د تمدن خصوصي ټلوېزیون خبریال ذکریا حسن‌زاده وویل، د خبریالانو دنده له حقایقو د خلکو خبرول دي، خو په خبره یې چې په دې برخه کې له ستونزو سر مخ دي؛ ځکه د دغه ولایت چارواکي ورسره د معلوماتو شریکولو برخه کې همکاري نه کوي.

هغه زیاته کړه: «دولتي ادارې او مسوول چارواکي له خبریالانو سره د تحقیقي راپورونو په وخت کې معلومات نه شریکوي، دې ستونزې د خبریالانو پر کار او فعالیت منفي اغیز کړی دی.»

دغه زار، په یاد ولایت کې د سلام‌وطندار راډيو خبریال توریالي تابېش وویل، ادارې مکلفې دي چې خبریالانو او رسنیو ته د یوې کاري ورځې په موده کې غوښتل شوي اطلاعات ورکړي، خو زیاته یې کړه چې یاد ولایت کې ډېر کله خبریالان په عادي او نرمو مسایلو کې هم د چارواکو ځواب ته یوه اونۍ انتظار کوي.

له دې سره د غزني والي محمدامین جان عمري خبریالانو ته ډاډ ورکړ چې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې به د هغوی ستونزې حل کړي.

هغه زیاته کړه: «موږ د رسنیو ملاتړ ته ژمن یو، د معلوماتو په ورکړه کې او په نورو برخو کې، خو له رسنیو او خبریالانو غواړو چې د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې او ملي ګټو ته پام دې فعالیت وکړي، که زما په اداره کې هر مسوول کس له ژورنالېستانو سره د شریعت خلاف عمل وکړ، پر وړاندې به یې ټینګ ودریږم او له اړوند مسوول سره به قانوني چلند وکړم.»

ورته مهال، د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي حمید‌الله نثار هم خبریالانو ته ډاډ ورکړ چې ستونزې به یې د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریکې کړي.

هغه وویل: «په تېر یوه کال کې په غزني کې د خبریالانو د وهلو ټکولو او تهدید هیڅ پېښه نه ده شوې، بلکې له هغوی سره همکاري شوې ده، همدا د دې ښکارندويي کوي چې اسلامي امارت د ازادو رسنیو فعالیت ته ژمن دی.»

د یادونې ده، د غزني ترڅنګ په ډېر شمېر نورو ولایتونو کې هم خبریالان له ورته ستونزې سره مخ دي او شکایت کوي چې حکومتي مسؤولین د دوی اړیکو ته په وخت ځواب نه وايي.

Views: 30

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.