نیلي (پژواک، ۲ سلواغه ۱۴۰۲): د دایکنډي ځایي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د پاتو ولسوالۍ په «سیاهبغل» سیمه کې د څلور اعشاریه دوه کیلومتر سړک جوړولو چارې د څه باندې ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت پای ته ورسېدې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د دایکنډي د ټولګټو ریاست د ترانسپورټ مدیر احمدشاه احساني پژواک ته وویل، یاده پروژه د ۱۵ میلیون او سل زرو افغانیو په لګښت د ټولګټو ریاست له لوري پلې شوې او تېره ورځ د ځایي مسوولینو او خلکو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
هغه زیاته کړه، یاد سړک چې ۴،۲۷ کیلومتر اوږدوالی لري په څلور میاشتو کې د پلچک او ویالو په درلودلو سره د دویمې درجې په بڼه جوړ شوی دی.
د دایکنډي مرستیال والي مولوي احسانالله رحمتیار د یاد سړک د پرانیستې مراسمو پر مهال وویل چې دوی یاد ولایت کې د سړکونو جوړولو او بیارغولو ته ځانګړې پاملرنه کوي.
هغه زیاته کړه، د دغه سړک د پاتې برخې جوړولو کار به په ۱۴۰۳ کال کې پیل شي او هیله یې څرګنده کړه چې د اروزګان ګېزاب ولسوالۍ سره د سیاهبغل سړک په نښلېدو سره به د دایکنډي خلکو یو شمېر ستونزې هوارې شي.
ورته مهال، د پاتو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د یاد سړک د جوړېدو هرکلی وکړ.
د پاتو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي حاجي معلم وویل چې له دې مخکې د یادې ولسوالۍ خلک د سړکونو خرابوالي له امله له ډېرو ستونزو سره مخ وو.
هغه زیاته کړه: «پخوا د سړک نشتون له امله په تګ راتګ کې له لویې ستونزې سره مخ وو، سړک نه و، څو ځله مو ولایت ته وړاندیز وکړ بالاخره سړک مو جوړ شو.»
دایکنډي یو له غرنیو ولایتونو دی چې د ډېری سیمو خلک یې د غیرمعیاري سړکونو او دغه راز د سړکونو له نشتون څخه شکایت لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP