جلالاباد (پژواک، ۲ سلواغه ۱۴۰۲): امنيتي چارواکي وايي، د ننګرهار په سپينغر او غنيخېلو ولسواليو کې د څه باندې ۴۰۰ کيلوګرامه نشهيي توکو د قاچاق په تړاو درې کسان نيول شوي دي.
په ختيځ کې د ۲۰۱ خالد بن وليد قولاردو وياند مولوي فريدالله محمدي د سلواغې په ۲مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د ننګرهار سپينغر ولسوالۍ په مامنددرې سيمه کې د سرحدي ځواکونو له لوري د ۴۰۲ کيلوګرامه خامو چرسو د قاچاق مخه نيول شوې ده.
دی وايي، د دغو نشهيي توکو د قاچاق په تړاو دوه کسان هم نيول شوي چې اوس تر عدلي تعقيب لاندې دي.
د قول اردو وياند وايي، نيول شوو کسانو غوښتل یاد نشهيي توکي د ډيورنډ له فرضي کرښې هغه غاړه واړوي چې سرحدي ځواکونو ونیول.
د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار امنيې قوماندانۍ منسوبينو د دغه ولايت په غنيخېلو ولسوالۍ کې يو کس له نشهيي توکو سره يو ځای نيولی دی.
د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي پژواک ته وويل، له ياد کس سره نږدې دوه کيلو (۱ اعشاريه ۸۰۰ کيلوګرامه) شيشه، ۷۰۰ د کا ټابليټ او نيم لېتر شراب نيول شوي دي.
هغه زياته کړه، نيول شوی کس اوسمهال له نشهيي توکو سره د مبارزې مديريت کې تر پوښتنو لاندې دی او وروسته به رسماً عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
Views: 55
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن