ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مجاهد: یوناما دې په ناخبرۍ سره د خلکو پر دیني او ارزښتیزو موضوعاتو بې‌ځایه نیوکې نه کوي

مجاهد: یوناما دې په ناخبرۍ سره د خلکو پر دیني او ارزښتیزو موضوعاتو بې‌ځایه نیوکې نه کوي

author avatar
22 Jan 2024 - 17:43
مجاهد: یوناما دې په ناخبرۍ سره د خلکو پر دیني او ارزښتیزو موضوعاتو بې‌ځایه نیوکې نه کوي
author avatar
22 Jan 2024 - 17:43

کابل (پژواک، ۲ سلواغه ۱۴۰۲): اسلامي امارت په افغانستان کې د بشري وضعیت د اروزنې په اړه د یوناما تازه راپور په غبرګون کې ویلي، دغه راپور تر ډېره پر ناسم پوهاوي ولاړ دی او یوناما دې د خلکو پر دیني او ارزښتیزو موضوعاتو بې‌ځایه نیوکې نه کوي.

نن افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) یو راپور خپور کړ چې په تېرو درېیو میاشتو کې یې په افغانستان کې بشري وضعیت په کې ارزولی دی.

په دغه راپور کې راغلي، د افغانستان سرپرست حکومت د ښځو زده‌کړو، کار او تګ راتګ په اړه خپلو محدودیتونو او د حجاب نه مراعت په تور په خپل‌سري ډول د هغوی نیولو ته دوام ورکړی او د حجاب، محرم، سفر او کار برخو کې پر نجونو او ښځو تحمیل شوي محدودیتونه او بندیزونه د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت او ولایتي ریاستونو له ‌خوا عملي او تر څار لاندې نیول شوي دي.

په دغه راپور کې د بشري حقونو د فعالانو او خبریالانو نیولو ته هم اشاره شوې او راغلي چې د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر تر ډسمبر پورې د بشري حقونو څلور فعالانې او درې خبریالان نیول شوي چې له دې ډلې فعاله منیژه صدیقي او خبریال سلطان‌علي جوادي لا هم د «طالبانو» په بند کې دي.

د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ د مخکنیو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د وژنې، شکنجې او نیولو د ثبت ادعا هم کړې، خو په اړه یې جزییات نه دي ورکړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د یوناما له خوا خپور شوی راپور تر ډېره پر ناسم پوهاوي ولاړ دی.

هغه لیکلي: «په دغه راپور کې ډېر تمرکز د اسلامي شرعیت د تطبیق پر مواردو شوی چې له شرعي احکامو د یوناما په ناخبري او ان په ځينو مواردو کې پر اسلامي احکامو د نیوکو بڼه لري، د افغانستان اسلامي امارت د خپل ولس په ملاتړ د اسلامي شریعت د احکامو د تطبیق لپاره خورا سترې قربانۍ ورکړی، اوس يې چې حاکمیت په لاس کی دی، باید د اسلامي شریعت ټول موارد که هغه نارینه‌وو پورې اړه لري یا ښځينه‌وو پورې، بشپړ پلې کړي.»

هغه لیکلي، د ښځو حجاب، له ښځو سره د شرعي محرم اړتیا، د ښځو د کار او تعلیم لپاره شرعي چاپېریال، همدا ډول د محاکمو له خوا په شرعي بڼه د سزاګانو تطبیق او ټولنه کې د فکري او عقیدوي انحراف مخنیوی دا ټول د یوه متعهد اسلامي حکومت شرعي وجیبه او دنده ده.

د مجاهد په خبره، دا چې یوناما پر یادو مواردو نیوکه کوي او یا په ښکاره اسلامي احکام د بشري حقوقو خلاف عمل بولي، دا په خپله د یوه ولس باورونو او اعتقاداتو ته سپکاوی دی.

مجاهد لیکلي، اسلامي امارت یوناما ته توصیه کوي چې په ناخبرۍ سره د افغانستان د خلکو پر دیني او ارزښتیزو موضوعاتو باندې بې‌ځایه نیوکې ونه کړي.

د اسلامي امارت ویاند لیکلي، کوم کارونه چې د اسلامي امارت د امربالمعروف وزارت، محاکم او یا نور اصلاحي نهادونه یې ترسره کوي، هغه له ژور تحقیق وروسته د اسلامي امارت د مشرتابه په حکم ترسره کېږي چې هم شرعي او هم قانوني بڼه لري، دا نه کومه خپلسري ده او نه هم د چا په حق تېری، بلکې د یادو احکامو نه تطبیق ظلم او تجاوز ته لاره هواروي او د اسلامي احکامو ترک ټولنې کې د فساد، بغاتونو او جنګونو راپارېدو سبب ګرځي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.