Pajhwok Afghan News

هلمند کې د قانوني اسناد نه لرلو له امله د دوو روغتونونو درې برخې وتړل شوې

لښکرګاه (پژواک ، ۳ سلواغه ۱۴۰۲): د هلمند د عامې روغتیا ریاست وایي چې په مرکز لښکرګاه ښار کې یې د درېیو روغتونونو درې برخې د قانوني اسنادو نه درلودلو له امله وتړلې.

د هلمند عامې روغتیا رییس ډاکټر سیداحمد سعید پژواک خبري اژانس ته وویل، د عامې روغتیا ریاست د روغتیایي قوانینو او څارني ټیم له لوري په لښکرګاه ښار کې د وادې هلمند کدري او اراکوزیا معالجوي روغتونونو د لابراتوار، درملتون او عملیاتونو څانګې وتړل شوې.

نوموړي زیاته کړه، د څارني ټیم د یادو روغتونونو د اسنادو له کتلو وروسته درې هغه څانګې وتړلې چې قانوني اسناد یې بشپړ نه وو.

د عامې روغتیا رییس وویل چې دغه څارنه به پر ټولو روغتونو او کتنځایونو پلې کېږي.

Views: 14

Exit mobile version