کابل (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۲): په کابل کې د هېواد په کچه د نباتي او تولیدي محصولاتو د فومیګېشن یا قرنطیني افتونو د کنټرول مرکز پرانیستل شو.
دغه مرکز چې د کابل په صنعتي پارک کې جوړ شوی، په پرانیستغونډه کې يې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني وویل، د دغه مرکز پرانیستل به د هېواد اقتصادي پرمختګ لپاره یوه ښه وسیله وي.
نوموړي وویل: «د دغه مرکز په جوړولو سره به مونږ نړۍ ته معیاري صادارت ولرو.»
هغه وایي چې ۸ نورو شرکتونو ته هم احکام ورکړل شوي چې په راتلونکي کې به په هېواد کې د فومیګېشن یا قرنطیني افتونو د کنټرول مرکزونه جوړ کړي.
هغه زیاته کړه، د افغانستان ۸۰ سلنه خلک په کرنې او مالدارۍ بوخت دي او هم یې تولیدات په نړۍوال معیار برابر دي، خو زیاته یې کړه چې په هېواد کې له تېرو څو لسیزو راهیسې کرنې ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې.
نوموړی وایي، دا د اسلامي امارت دنده ده چې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي د هغوی اقتصادي او نورې ستونزې حل کړي.
عثماني وویل، څوک چې غواړي د کرنې برخه کې پانګونه وکړي دوی ورته اسانتیاوې برابروي څو خلکو ته په هېواد کې د کار زمینه برابره شي.
دغه راز د خالد زبیر شرکت استازي ذکریا نوري پژواک ته وویل چې په دغه مرکز کې ۱،۷ میلیونه ډالر پانګونه شوې چې د هېواد په ټولو بندرونو کې یې نن فعالیت پیل کړ چې نباتي او تولیدي محصولات به فومیکېشن کوي.
نوموړي وویل چې د مارکېټ تقاضا ته په کتو په ۲۴ ساعتونو کې له ۳۰۰ څخه نیولې تر ۵۰۰ کانټینره توکي فومیګېشن کوي.
دی وایي، نږدې راتلونکی به په هېواد کې د یو معیاري لابراتوار جوړول چې د نړې ټول سټنډردونه به په کې په نظر کې نیول شوي وي او دغه زار د وچو شېدو او کیمیاوي سرې د تولید برخه کې به شاوخوا لس میلیونه ډالره پانګونه وکړي.
ورته وخت کې یوه سوداګر مینار عادل پژواک ته وویل، دغه ډول مرکزونه جوړول د صادارتي محصولاتو لپاره ډېر ګټور دي او دغه راز زیاتوي چې په دې سره به صادرات نور هم معیاري شي.
د یادونې ده، د تېر ۱۴۰۱ کال د تلې په ۱۲مه نېټه هم په کابل کې د «کنډا فروټ» شرکت له خوا د هېواد په کچه د مېوو د فومیګېشن یا قرنطیني افتونو د کنټرول مرکز پرانیستل شوی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP