کابل (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۲): د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وایي، نوره اړتیا نشته چې د جیولوجي او کانونو برخې لوستي افغان ځوانان نورو هېوادونه ته د کار لپاره ولاړ شي؛ ځکه دغه وزارت د کار زمینه ورته برابروي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخالحدیث شهابالدین دلاور دغه څرګندونې نن په کابل کې د دغه وزارت له خوا خصوصي شرکتونو ته د عملي زدهکړو او کار لپاره د کابل پولیتخنیک پوهنتون د جیولوجي او کانونو اکتشاف له څانګې فارغو ۳۸ کسانو د ورپېژندنې په غونډه کې وکړې.
دلاور هغو افغان ځوانانو ته د کار زمینې برابرولو ژمنه وکړه چې د جیولوجي او کانونو برخه کې لوړې زدهکړې لري.
دی وايي: «نور اړتیا نشته چې د جیولوجي او کانونو برخې لوستي افغان ځوانان نورو هېوادونه ته د کار کولو په موخه لاړ شي، د کانونو او پټرولیم وزارت به ورته د کار زمینه برابره کړي.»
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان پژواک خبري اژانس ته وویل، د کابل پولیتخنیک پوهنتون د جیولوجي او کانونو برخې فارغو ځوانانو ګومارنې لړۍ د یاد پوهنتون او کانونو وزارت په همغږۍ پیل شوې ده.
ده د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل، په هغو شرکتونو کې چې یاد ۳۸ تنه د عملي زدهکړو او کار لپاره ورپېژندل شوي، کورني او بهرني شرکتونه شامل دي.
د کابل پولیتخنیک پوهنتون رییس پوهنوال عبدالرشید اقبال په نننۍ ناسته کې وویل چې دغه پوهنتون هر کال له سلو تر ۱۵۰ کسان د لیسانس او ۳۰ کسان د ماسټرۍ په کچه د جیولوجي او کانونو له برخې فارغوي.
هغه فارغ ځوانان چې خصوصي شرکتونو ته د عملي زدهکړو او کار لپاره ورپېژندل شوي، خوښ دي چې د کار زمینه ورته برابره شوې ده.
ضیاءالحق زریاب یو له دغو ځوانانو دی.
هغه یادو کسانو ته د کار زمینې پر برابرولو خوښي وښوده او ویې ویل چې په هېواد کې د کار نشتوالی د دې لامل شوی چې ډېر ځوانان زدهکړو ته زړه نه ښه کوي.
دی د کانونو او پټرولیم له وزارته غواړي چې نورو ځوانانو ته هم د کار زمینه برابره کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP