بامیان (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۲): د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدي د افغانستان په چارو کې د ایران سفارت له مرستیال سره په لیدنه کې په روغتیایي برخو کې د همکاریو په اړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر ټینګښت خبرې کړې دي.
د بامیان ولایت مقام مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو په دغه ولایت کې د سرحدي او د افغانستان په چارو کې د ایران اسلامي جمهوري سفارت مرستیال سیدحسن مرتضوي له لیدنې خبر ورکړی دی.
سیدحسن مرتضوي په یاده لیدنه کې په دغه ولایت کې د «امام خمیني» ۱۲۰ بستریز روغتون د مرحلو بشپړېدو او جوړېدو لپاره د بامیان ولایت مقام له پاملرنې د ستاینې ترڅنګ ویلي چې دغه روغتون به ډېر ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
هغه د ډیپلوماتیکو اړیکو پر ټینګښت او د کابل او تهران ترمنځ پر هراړخیزو همکاریو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده ایران له افغانستان سره د دوستانه اړیکو غوښتونکی دی او په افغانستان کې د هر ډول دوستانه همکاریو لپاره په ځانګړې توګه په اقتصادي او روغتیایي برخو کې همکارۍ ته چمتو دی.
د هغه په وینا، د ایران او افغانستان ګډ دښمنان هڅه کوي څو د نفاق او تفرقې په رامنځته کول د مذهبونو پیروانو ترمنځ واټن رامنځته کړې.
بلخوا، عبدالله سرحدي هم په یاده لیدنه کې ویلي چې د افغانستان سرپرست حکومت له ایران سره د دوستانه اړیکو غوښتونکی دی او لېوالتیا لري څو د یادو دوو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې دوه اړخیزې همکارۍ لا ډېرې شي.
نوموړي زیاته کړه چې بامیان کې د امام خمیني ۱۲۰ بستریز روغتون د فعالیت پیلېدو سره به د دغه ولایت د خلکو ډېری روغتیایي ستونزې هوارې شي.
نوموړي څرګنده کړه چې د بامیان د ځایي ادارې رهبرۍ یاده موضوع د ریاستالوزراء اقتصادي معاونت او د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ سره شریکه کړې څو دغه روغتون ډېر ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
Views: 14
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن