ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې څه باندې ۲۰۰ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي

تخار کې څه باندې ۲۰۰ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي

author avatar
23 Jan 2024 - 17:48
تخار کې څه باندې ۲۰۰ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي
author avatar
23 Jan 2024 - 17:48

تالقان (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۲): تخار کې امنیتي مسوولین وايي چې په تېرو دوه‌نیمو میاشتو کې په دغه ولایت کې د بېلابېلو جنایي جرمونو او تروریستي فعالیتونو په تور ۲۰۶ کسان نیول شوي دي.

د تخار امنیه قوماندان مولوي ضیاءالحق حامد په یوه خبري غونډه کې وویل چې یاد کسان په تېرو دوه‌نیمو میاشتو کې د دې قوماندانۍ د منسوبینو د هڅو او اجراتو په پایله کې نیول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، یاد کسانو شمېر ۲۰۶ ته رسېږي چې له دې ډلې ۱۶۵ د جنایي جرمونو په تور، ۲۸ تنه د نشه‌يي توکو په تور او ۱۳ نور د تروریستي فعالیتونو په تور نیول شوي دي.

د تخار امنیه قوماندان وویل چې د ډېری نیول شوو کسانو دوسيې عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوې دي.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.