خوست ښار (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۲): د خوست د يو شمېر سيمو اوسېدونکي وايي چې د شلو کلونو په تېريدو لا هم مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
د دغو سيمو له ډلې يوه هم د ځاځيميدان ولسوالۍ د الګاډې لرې پرته سيمه کې ده چې شاوخوا زر کورنۍ په کې اوسېږي.
د دې سيمې يوه اوسېدونکي خالد وویل چې په سيمه کې يې هيڅ مخابراتي شبکې فعالیت نه لري او د يوې ټیلفوني اړيکې نيولو لپاره اړ دي په ساعتونو مزل وکړي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل: «کله چې زموږ خلک يو چېرې زنګ وهي نو ډېر لرې په پښو مزل کوي او د يوه جګ غره سر ته پورته کېږي. د مخابراتي شبکې یو انتن هم کفایت کوي چې یو انتن نصب شي د زمونز سل فیصده ستونزې ورسره حل کېدلی شي.»
د دې لرې پرتې سيمې يوه بل اوسېدونکي مجيد هم پژواک ته وويل، د مخابراتي شبکو د نشتون له امله له ګڼو ستونزو سره لاس او ګريوان دي.
نوموړي له مسوولو حکومتي چارواکو غوښتنه وکړه چې د دوی دا ستونزه دې په پام کې ونيسي او چې هر څومره ژر دې یې حل کړي.
هغه وايي: «موږ ډېر په تکلیف یو، یو انتن هم نشته چې دلته کار وکړي. موږ له مسوولو کسانو غواړو چې دلته یو انتن ولګوي.»
یو شمېر نور کسانو هم ورته څرکندونې وکړې او له حکومته يې د حل غوښتنه وکړه.
ورته مهال د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رييس شبيراحمد عثماني د ځاځي ميدان ولسوالۍ د الګاډې د سيمې اوسېدونکو د مخابراتي شبکو ستونزه مني، خو په نږدې راتلونکي کې يې د حل ډاډ ورکوي.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغه ولايت د مرکز او ولسواليو په اتيا سلنه سیمو کې د مخابراتي شبکو پايې نصب شوې او پاتې شل سلنه سيمو کې به هم ژر نصب شي.
دی زياتوي: «د دغه مشکل د حل لپاره د خوست ولایت د مخابراتو ریاست او د مخابراتو وزارت دې ته متوجه دي، انشاءاالله وخت په وخت به دا مشکل حل شي خو تقریباً د خوست اتیا سلنه سیمو کې مخابراتي ټاورونه لګېدلي دي.»
همدې حال کې د خوست د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ رييس مولوي محمداسحاق نظامي هم پژواک سره خبرو کې تاييد کړه چې په نږدې راتلونکي کې به د خوست په ټولو هغو سيمو کې چې اوسېدونکي يې مخابراتي شبکو ته لاسرسی نه لري، ژر د مخابراتو شبکو پايې نصب شي.
نوموړي په خپلو خبرو کې ځاځي ميدان، موسیخېل، قلندر، سپېره او تريزي عليشېر هغه ولسوالۍ يادې کړې چې ځينې سيمې يې د مخابراتي شبکو له پوښښه پاتې دي.
د یادونې ده، د خوست ترڅنګ د یو شمېر نور ولایتونو د ځینو سیمو اوسېدونکي هم مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
Views: 26
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن