کابل (پژواک، ۴ سلواغه ۱۴۰۲): د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، د یاد وزارت ولایتي استازو ته د یوه روزنیز سیمینار پایغونډه کې ویلي، د خلکو لپاره باید تر رسمیاتو هم ډېر کار وکړي او د صنعت برخه کې دې په ولایتي واحدونو کې لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي.
یاد درې ورځنی روزنیز سیمینار د سلواغې په لومړۍ پیل شوی و او پرون پای ته ورسېد؛ په دغه سیمینار کې د ټولو ولایتونو استازو خپل فعالیتونه، لاستهراوړنې او ځينې ستونزې په تفصیلي ډول شریکې کړې او په پاتې دوو ورځو کې مرکزي رییسانو د خپلو ریاستونو فعالیتونو، لاستهراوړنو او تشکیلاتي جوړښتونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د صنعت او سوادګرۍ وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د یاد سیمینار په پای کې ولایتي رییسانو ته په خطاب کې وویل: «د دې دردېدلي ولس لپاره باید تر رسمیاتو اضافه دندو ته متوجه و اوسو او هڅه وکړو چې د خپل توان په اندازه خدمت ترسره کړو.»
هغه د اسلامي امارت د مشرتابه د سپارښتنو په تاکید وویل چې د ولس او مسوولینو ترمنځ باید فاصله نه وي او هڅه دې وشي چې د سوداګرۍ او صنعت برخو کې په ولایتي واحدونو کې لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي.
عزیزي د رسنیو ارزښت ته په پام له ټولو ګډونوالو غوښتي چې د وزارت اړوند رسنیز ادرسونه لا حمایت کړي او کوښښ دې وکړي چې خپاره شوي معلومات تر ډېرو خلکو ورسول شي.
په غونډه کې د یاد وزارت مرستیال مولوي قدرتالله جمال هم له ګډونوال غوښتي چې په سیمینار کې زده کړي موارد په خپلو کاري ساحو کې پلي کړي.
هغه ویلي: «سره له دې چې دا یو دروند مسوولیت دی، خو دا د الله جل جلاله یو فضل دی چې له موږ او تاسې د اسلامي نظام په چتر کې د خپل دین او دې نظام لپاره کار اخلي.»
یاد وزارت لیکلي چې د دغه سیمینار ګډونوالو په باور، دا ډول هڅې د دې لامل کېږي چې د مرکز او ولایتونو ترمنځ همغږي لا پياوړې او په نتیجه کې د ښې حکومتولۍ جامع تصویر وړاندې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP