Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

قلندر عباد د چین له سفیر سره د افغان ډاکټرانو ظرفیت لوړونې په اړه خبرې وکړې

کابل (پژواک، ۴ سلواغه ۱۴۰۲): د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د دغه وزارت سرپرست د چین له سفیر سره په لیدنه کې د جمهوریت روغتون د بیارغونې، د افغان ډاکټرانو د ظرفیت لوړونې او د روغتیا برخه کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دي.

د عامې روغتیا وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د یاد وزارت سرپرست ډاکټر قلندرعباد په افغانستان کې د چین له سفیر ژاو شنګ سره لیدلي دي.

سرچینې ویلي په دې ‎لیدنه کې چې تېره ورځ ترسره شوې، د جمهوریت روغتون د بیارغونې، د افغان ډاکټرانو د ظرفیت لوړونې، د روغتیا په برخه کې د پانګونې، د کرونا ناروغۍ او د ماشومانو د فلج کنټرول او مخنیوي په اړه خبرې شوي دي.

عباد د افغانستان او چین ترمنځ اړیکه لازمي بللې او د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزې همکارۍ غوښتنه یې کړې ده.

هغه ویلي: «د افغان ډاکټرانو ظرفیت لوړونه زموږ له لومړیتوبونو ده، موږ په افغانستان کې ډېر بشري ځواک لرو چې باید د هغوی ظرفیت لوړونې ته کار وکړو.»

بلخوا، د چین سفیر هم د دواړو هېوادونو دوه اړخیزه همکاري لازمي وبلله او د روغتیا برخه کې یې د دغه هېواد پر همکاریو ټينګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د افغانستان لپاره د جاپان سفیر کورومیا تاکایوشي د عامې روغتیا وزارت له وزیر سره په لیدنه کې د افغانستان د روغتیا سکتور سره د خپل هېواد د همکاریو پر دوام ټينګار کړی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.