کندهار (پژواک، ۵ سلواغه ۱۴۰۲): کندهار کې د جاپان هېواد په مالي مرسته، د سره صلیب او افغاني سرې میاشتي ټولنې په همکارۍ سل مېرمنو ته د جامو ګنډلو برخه کې د زدهکړو څلورمیاشتنی پروګرام پای ته ورسېد.
د افغاني سرې میاشتي ټولنې او سره صلیب نړۍوالې کمېټې مسوولینو پرون د (سلواغې ۴مه) د یادې پروژې د پای ته رسېدو په موخه جوړې شوې غونډې پر مهال وویل، دا پروژه د کندهار ترڅنګ په کابل، هرات، بلخ او ننګرهار ولایتونو کې هم پلې شوې ده چې پنځه سوه زره امریکايي ډالر لګښت پرې راغلی دی.
د افغاني سرې میاشتي ټولنې او سره صلیب نړۍوالې کمېټې استازي عمران الله کامران وویل، د خپلو تجربه لرونکو روزونکو له لوري یې سل بېسرپرستو مېرمنو ته د جامو ګنډلو برخه کې روزنه ورکړې ده.
هغه زیاته کړه: «دا پروژه د جاپان د خلکو په مالي مرسته ترسره شوې، کندهار کې سل ښځې روزل شوې، د خیاطۍ عصري ماشینونه او نور ډېر توکي ورکول شوي چې وبه کولای شي له دې لارې خپلې کورنۍ وساتي.»
ورته مهال، په کندهار کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال مولوي نورالدین ترابي وايي، سره میاشت هڅه کوي چې د بېسرپرستو ښځو، یتیمانو او نورو بېوزلو کورنیو لپاره له بېلابېلو لارو مرستې راجلب کړي.
هغه وویل: «دا مرستې به دوامداره وي، له دې بېسرپرسته ښځو سره د لنډمهالو مرستو ترڅنګ بنیادي کومکونه هم کېږي.»
هغه ښځې چې د خیاطۍ برخه کې روزل شوې هم وایي، خوشحاله دي چې دا ډول مرستې ورسره کېږي او د دوام غوښتنه یې کوي.
د شکریې په نوم یوه کونډه چې په دغه روزنیز پروګرام کې یې برخه اخیستې وايي: «موږ خو نور هیڅ نه لرو، د بل لاس ته ګورو، دا چې له موږ سره مرسته وشوه، خیاطي مو زده کړه، ماشین او نور ډېر شیان یې راکړل، موږ ډېر ځني خوشحاله یو خو داسې کومکونه باید زیات شي.»
د یادونې ده، لا هم په کندهار کې د ښځو د خیاطۍ او نورو چارو لپاره کوم ځانګړی مارکېټ نه دی جوړ شوی خو یادې ښځې غوښتنه کوي چې د نورو ولایتونو په څېر دې په کندهار کې هم د ښځو لاسي صنایعو لپاره ځانګړی مارکېټ جوړ شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن