ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مولوي عبدالکبیر: ا.ا د نجونو د زده‌کړو مخالف نه دی

مولوي عبدالکبیر: ا.ا د نجونو د زده‌کړو مخالف نه دی

author avatar
25 Jan 2024 - 23:37
مولوي عبدالکبیر: ا.ا د نجونو د زده‌کړو مخالف نه دی
author avatar
25 Jan 2024 - 23:37

 کابل (پژواک، ۵ سلواغه ۱۴۰۲): د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ناروې له شارژدافیر سره په لیدنه کې ویلی چې اسلامي امارت د نجونو د زده کړو مخالف نه دی.

دا په داسې حال کې ده، د اسلامي امارت له راتګ سره تر شپږم ټولګي پورته د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پرمخ وتړل شوې.

له ارګه د سلواغې په ۵مه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د ناروې له شارژدافیر پال کلومان بکر سره وکتل.

سرچینې زیاته کړې، د ناروې شارژدافیر په دغه کتنه کې وویل چې هېواد يې له افغانستان سره ښې اړیکې غواړي او په دغه هېواد کې د امنیت د ټینګښت، اقتصادي پیاوړتیا د افغانیو د ثبات ساتلو، بیارغونې او له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخو کې پر شته پرمختګونو خوښ او ملاتړ يې کوي.

نوموړي ویلي، ناروې له افغانستان سره د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې لپاره ۳ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي او له افغان کډوالو سره چې په جبر بېرته افغانستان ته استول شوي ۷ میلیونه ډالر مرسته کوي.

بکر د نجونو لپاره د زده‌کړو او کار زمینې برابرولو غوښتنه هم وکړه.

په خبرپاڼه کې راغلي، په ورته وخت کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په دغه کتنه کې له افغانستان سره د ناروې د مرستو او همکاریو مننه وکړه.

سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دغه راز په یاده لیدنه کې ویلي چې اسلامي امارت د نجونو د زده کړو مخالف نه دی او په دې اړه د اسلامي امارت د مشر په لارښوونه یوه ځانګړې کمیته کار کوي.

نوموړي وویل، اسلامي امارت د امریکا او اروپايي هېوادونو په ګډون له نړۍ په ځانګړي ډول ګاونډيو سره ښې او په متقابل احترام ولاړې اړیکې غواړي او له افغانستان سره د ناروې حسنه اړيکې يې ښه بېلګه وبلله.

سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر همدارنګه وویل چې په افغانستان کې سرتاسري امنیت ټينګ دی، هیچاته اجازه نشته د چا پر وړاندې د افغانستان خاوره وکاروي او له افغانستانه چاته ګواښ پېښ کړي.

هغه ټينګار وکړ چې ټي‌ټي‌پي په افغانستان کې ځای نه لري او داعش د بشر د دښمن په توګه ځپل شوی دی.

نوموړي له ناروې او نورو اروپايي هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې په کابل کې خپل سفارتونه پرانېزي او فعالیت ته دوام ورکړي.

Views: 56

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.