ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د قرغیزستان د سوداګرۍ وزیر: په افغانستان کې پانګونې ته چمتو یو

د قرغیزستان د سوداګرۍ وزیر: په افغانستان کې پانګونې ته چمتو یو

author avatar
26 Jan 2024 - 11:11
د قرغیزستان د سوداګرۍ وزیر: په افغانستان کې پانګونې ته چمتو یو
author avatar
26 Jan 2024 - 11:11

کابل (پژواک، ۶ سلواغه ۱۴۰۲): د قرغیزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر وایي، هېواد یې چمتو دی چې په افغانستان کې له شته فرصتونو استفاده او په دغه هېواد کې پانګونه وکړي.

د ارګ پر اېکس‌پاڼه لیکل شوي، د رياست‌الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي پرون د «سلواغې ۵مه» د قرغيزستان د اقتصاد او سوداګرۍ له وزير امان ګلديف دانيار په مشرۍ راغلي پلاوي سره کتلي دي.

وړاندې لیکل شوي، په دې لیدنه کې امان ګلدیف دانیار وویل چې د اسلامي امارت له واکمنېدو او افغانستان کې د امنیت او سولې له ټینګښت وروسته د قرغیزستان او افغانستان ترمنځ په بېلابېلو برخو په ځانګړي توګه سوداګرۍ برخه کې د ګډ کار زمینه برابره شوې ده.

هغه زیاته کړې، هېواد یې چمتو دی چې له رامنځته شوو فرصتونو څخه په استفادې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

دانیار ویلي چې افغانستان او قرغیزستان په تاریخي، فرهنګي، سیاسي او اقتصادي برخو کې پراخې اړیکې لري او دوی لېوالتیا لري چې په راتلونکي کې دغه اړیکې نورې هم پراخې شي.

سرچینې لیکلي، په دې لیدنه کې د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي وويل: «افغانستان او قرغيزستان پیاوړې او کلکې اړيکې لري او فرهنګي او تاريخي تعلقاتو ته په پام کېدای شي دغه اړيکې لا نورې هم پياوړې او پراخې شي.»

حنفي زياته کړې چې اوسمهال په افغانستان کې سراسري سوله او امنيت ټینګ شوی او د صنعت، سوداګرۍ، ټرانزيټ، د کانونو استخراج، انرژۍ، کرنې او ټکنالوژۍ او نورو بېلابېلو برخو کې پانګونې ته زمينه برابره شوې ده.

نوموړي ویلي، اسلامي امارت هم سوداګرو او پانګه‌والو ته هر ډول اسانتياوې برابروي او د قرغيزستان له سوداګرو يې وغوښتل چې په افغانستان کې له رامنځته شوي فرصت څخه په استفادې پانګونه وکړي.

هغه دغه راز ویلي، افغانستان له ټولو ګاونډیو، سيمې او نړۍ له هېوادونو سره د نېکو او ښو اړيکو او تعامل غوښتونکی دی او هیچاته به اجازه ور نه‌کړي چې له دې ځايه ګاونډيو او نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي او له نورو څخه هم د نېکو اړيکو هیله لري.

Views: 32

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.