ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له پاکستانه ۳۱۰ نور افغانان کاناډا ته ولېږدول شول

له پاکستانه ۳۱۰ نور افغانان کاناډا ته ولېږدول شول

author avatar
29 Jan 2024 - 21:38
له پاکستانه ۳۱۰ نور افغانان کاناډا ته ولېږدول شول
author avatar
29 Jan 2024 - 21:38

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۹ سلواغه ۱۴۰۲): د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت اداره وايي چې ۳۱۰ افغان کډوال یې له پاکستانه دغه هېواد ته لېږدولي دي.

د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ادارې (IRCC) نن د سلواغې په ۹مه، پرخپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې یاد شمېر افغان کډوال له پاکستانه په یوه چارټر الوتکه کې د دغه هېواد هالیفیکس ښارته لېږدول شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، کاناډا د ۲۰۲۱ زېږدیز کال له اګسټ میاشتې راهیسې شاوخوا ۴۶ زره افغان کډوال دغه هېواد ته لېږدولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ادارې د تېرې مرغومې میاشتې په ۲۹ مه هم له پاکستانه په یوه چارټر الوتکه کې د ۳۱۹ افغان کډوالو د لېږد خبر ورکړی و.

[/restrict]

Views: 54

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.