کابل (پژواک، ۹ سلواغه ۱۴۰۲): کابل کې د ګاونډیو او سیمهییزو هېوادونو ځانګړو استازو او سفیرانو په ګډون «افغانستان د سیمهییزې همکارۍ ابتکار» تر عنوان لاندې غونډه پیل شوه.
ټاکل شوې وه دغه غونډه نن سهار اته بجې پیل شي، خو بهرنیو چارو وزارت وویل چې د هوا خرابوالي له امله د مېلمنو د راتګ بهیر وځنډېد او دا غونډه نن له غرمې وروسته په څلورنیمو بجو پیل شوه.
د بهرنیو چارو وزارت پرون ویلي وو چې په دې ناسته کې به د افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د سیمهییز روایت پر ایجاد او د سیمهییزو همکاریو پراختیا په اړه هر اړخیز بحثونه وشي.
سرچینې لیکلي، اسلامي امارت غواړي چې په دې ناسته کې د ګډو ګټو پر بنسټ د منطقهمحور تعامل پر لارو چارو، متقابل احترام او همداراز سیمهییز اتصال او ترانزیټ پر فرصتونو بحثونه وشي.
دغه کنفرانس په داسې حال کې جوړېږي چې ټاکل شوې تر څه کم درېیو اوونیو د ملګرو ملتونو سرمنشي په کوربهتوب په دوحه کې د افغانستان په تړاو غونډه جوړه شي.
د راپورونو له مخې، د افغانستان لپاره د هېوادونو استازي، د مدني ټولنې غړي او د ښځو او اسلامي امارت استازي به په دې ناسته کې ګډون وکړي.
Views: 66
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن