کابل (پژواک، ۱۰ سلواغه ۱۴۰۲): د بهرنیو چارو وزارت وایي، د چین ولسمشر د دغه هېواد لپاره د اسلامي امارت د سفیر او فوقالعاده استازي بلال کریمي باورلیک ومانه.
بلال کریمي د روان کال د لېندۍ په لسمه چین کې د افغانستان سفیر په توګه وګومارل شو او د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو رییس هونګلي ته یې د باورلیک د کاپي له سپارلو وروسته په کار پيل کړی و.
نن د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د چین ولسمشر شي جنپنګ د دغه هېواد لپاره د اسلامي امارت د لوی سفیر او فوقالعاده استازي په توګه د مولوي اسدالله (بلال کریمي) باورلیک ومانه.
بلخي زیاته کړې چې په دې مراسمو کې د افغانستان د اسلامي امارت د لوی سفیر سربیره د ۴۱ نورو هیوادونو سفیرانو هم د چین ولسمشر ته خپل باورلیکونه وسپارل.
بلخي لیکلي :«ولسمشر شي جنپنګ د ا.ا.ا. د لوی سفير او ځانګړي استازي په توګه د بلال کریمي د باورلیک منلو پرمهال نوموړي ته چین ته د سفیر په توګه ښه راغلاست ووایه او په کارونو کې یې ورته د بري هیله څرګنده کړه.»
بلخي د معلوماتو له مخې، کریمي د یادو مراسمو په ترڅ کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګیي سره هم ولېدل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP