ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د چین ولسمشر د اسلامي امارت د سفیر او ځانګړي استازي بلال کریمي باورلیک ومانه

د چین ولسمشر د اسلامي امارت د سفیر او ځانګړي استازي بلال کریمي باورلیک ومانه

author avatar
30 Jan 2024 - 18:16
د چین ولسمشر د اسلامي امارت د سفیر او ځانګړي استازي بلال کریمي باورلیک ومانه
author avatar
30 Jan 2024 - 18:16

کابل (پژواک، ۱۰ سلواغه ۱۴۰۲): د بهرنیو چارو وزارت وایي، د چین ولسمشر د دغه هېواد لپاره د اسلامي امارت د سفیر او فوق‌العاده استازي بلال کریمي باورلیک ومانه.

بلال کریمي د روان کال د لېندۍ په لسمه چین کې د افغانستان سفیر په توګه وګومارل شو او د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو رییس هونګ‌لي ته یې د باورلیک د کاپي له سپارلو وروسته په کار پيل کړی و.

نن د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د چین ولسمشر شي جن‌پنګ د دغه هېواد لپاره د اسلامي امارت د لوی سفیر او فوق‌العاده استازي په توګه د مولوي اسدالله (بلال کریمي) باورلیک ومانه.

بلخي زیاته کړې چې په دې مراسمو کې د افغانستان د اسلامي امارت  د لوی سفیر سربیره د ۴۱ نورو هیوادونو سفیرانو هم د چین ولسمشر ته خپل باورلیکونه وسپارل.

بلخي لیکلي :«ولسمشر شي جن‌پنګ د ا.ا‌.ا. د لوی سفير او ځانګړي استازي په توګه د بلال کریمي د باورلیک منلو پرمهال نوموړي ته چین ته د سفیر په توګه ښه راغلاست ووایه او په کارونو کې یې ورته د بري هیله څرګنده کړه.»

بلخي د معلوماتو له مخې، کریمي د یادو مراسمو په ترڅ کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ‌یي سره هم ولېدل.

Views: 157

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.