کابل (پژواک، ۱۱ سلواغه ۱۴۰۲): هلمند، لوګر او غور ولایتونو کې له ۱۸۵۰ کورنیو سره نغدي او ژمنیو او پنجشېر کې له ۲۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوی شېرمحمد وحدت پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت په باغران ولسوالۍ کې له ۴۵۰ کورنیو سره نغدي او ژمنیو توکو مرسته شوه.
هغه وویل چې دغه مرسته د کډوالۍ نړۍوال سازمان (ایاواېم) په مالي ملاتړ ترسره شوې او هرې کورنۍ ته ۱۳۹۰۰ افغانۍ، درې کمپلې او یو د ژمنیو کالیو کېټ ورکړل شول.
د یوه بل خبر له مخې، د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول شاهدالله همراز وایي چې د دغه ولایت په برهکيبرک ولسوالۍ کې له ۸۰۰ اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته شوه.
د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نصرالله ملکزاده هم وایي چې د دغه ولایت په شتل ولسوالۍ کې له ۲۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
هغه زیاتوي چې یاده مرسته د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال سازمان له لوري شوې او هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، پنځه کیلوګرامه غوړي او نیم من دال ورکړل شول.
د غور سرې میاشتې رییس مولي محمدنصیر مهاجر وایي چې د دغه ولایت په مرکز فیروزکوه ښار او دوولس ولسوالیو کې له ۶۰۰ کورنیو سره د ژمنیو توکو مرسته وشوه.
هغه وایي چې په دې مرسته کې هرې کورنۍ د ژمنیو توکو یو کېټ ورکړل شو.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن