Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امریکا: چین دې روښانه کړي چې د افغانستان اسلامي امارت یې پر رسمیت پېژندلی او کنه

کابل (پژواک، ۱۱ سلواغه ۱۴۰۲): د چین د ولسمشر له لوري د اسلامي امارت د سفیر باورلیک له منلو وروسته د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې چین باید له اسلامي امارت سره د خپلو اړیکو ‎څرنګوالی روښانه کړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر پرون په یوه خبري ناسته کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکا د چین د ولسمشر له لوري په دغه هېواد د افغانستان د سفیر باورلیک منل، د اسلامي امارت د پر رسمیت پېژندلو په معنا بولي؟ وویل باید روښانه کړي چې ایا د افغانستان سرپرست حکومت پر رسمیت پېژني او کنه.

هغه ویلي: «ما هغه راپور لیدلی او ګومان کوم چې د چین دولت د اړیکو په تړاو خبرې وکړي او دا چې ایا دوی [چین] په رسمي ډول طالبان پر رسمیت پېژندلي او کنه، ما د دوی ځیني متفاوت نظرونه لیدلي دي.»

مېلر زیاته کړې چې دغه هېواد په علني او خصوصي توګه د اسلامي امارت چارواکو ته ویلي چې له نړۍوالې ټولنې سره یې د حکومت اړیکې د دوی خپلو اقداماتو پوره تړلې او یو د اړتیا وړ اقدام، په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره د چلند ښه کول دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه څرګندونې داسې مهال کړې چې د چین ولسمشر شي جین پینګ پرون (سه‌‌شنبه، د سلواغې ۱۰مه) په پکن کې د اسلامي امارت د سفیر په توګه د اسدالله بلال کریمي باورلیک ومانه.

دا لومړی ځل دی چې د یوه هېواد ولسمشر د اسلامي امارت د سفیر باورلیک مني.

د یادونې ده، چین له اسلامي امارت سره نږدې اړیکې لري، خو د افغانستان سرپرست حکومت د پر رسمیت پېژندلو په اړه یې تر اوسه کوم اقدام نه دی کړی او د نورو هېوادونو په شان یې لامل د بشري حقونو رعایتول، له ترهګرۍ سره مبارزه او د یوه ټولګډون حکومت رامنځته کول مطرح کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه هيڅ هېواد د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د چین د ولسمشر له لوري د افغانستان د سرپرست حکومت د سفیر باورلیک منل له بیجينګ سره د اسلامي امارت د تعامل پیل بللی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.