ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امر بالمعروف: امنیتي کسان د محکمې له حکم پرته چا ته د سزا ورکولو حق نه لري

امر بالمعروف: امنیتي کسان د محکمې له حکم پرته چا ته د سزا ورکولو حق نه لري

author avatar
1 Feb 2024 - 15:38
امر بالمعروف: امنیتي کسان د محکمې له حکم پرته چا ته د سزا ورکولو حق نه لري
author avatar
1 Feb 2024 - 15:38

ترینکوټ (پژواک، ۱۲ سلواغه ۱۴۰۲): د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت نظامي ريیس په اروزګان کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه کړې چې د محکمې له حکم پرته چا ته د سزا ورکولو حق نه لري.

د امر بالمعروف وزارت د نظامي برخې رییس مولوي رازمحمد اروزګان ته سفر کړی او هلته یې د ملکي او نظامي ادارو مسوولینو او منسوبینو ته په یوه غونډه کې ویلي، ټول امنیتي ځواکونه مکلف دي چې د مشرتابه په حکم عمل وکړي.

نوموړي زیاته کړې، هيڅ نظامي کس حق نه ‌لري چې پر خپل ‌سر چا ته سزا ورکړي.

هغه زیاته کړه، مجرمینو ته د سزا ورکولو حق یوازې له صلاحیت‌لرونکې محکمې سره دی او په خبره یې چې نظامي کسان دې دغه ډول مسایلو ته جدي پاملرنه وکړي.

د نوموړي په خبره، په نظامي لیکو کې له ۱۸ کالونو کم‌عمره کسانو ته د دندې اخیستو اجازه نشته او که په هره برخه کې دغه ډول سرغړونه وشي، مسوول کسان به محکمې ته وړاندې کېږي.

هغه ټولو امنیتي ځواکونو ته په خطاب کې وویل، هیڅوک حق نه ‌لري د خوښیو مراسمو کې هوايي ډزې وکړي، له دولتي وسایطو په شخصي کارونو کې ګټه واخلي او په اړوند ادارو او ارګانونو کې فاسدو کسانو ته ځای ورکړي.

ورته مهال، په یاده غونډه کې د دغه ولایت والي مولوي محمدعلي جان احمد د امر بالمعروف وزارت پلاوي ته ډاډ ورکړ چې په ټولو امنیتي ادارو کې به د حکومت مشرتابه سپارښتنې عملي کوي.

Views: 80

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.