Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هلمند پوهنتون کې د ۶۰ میلیون افغانیو په لګښت لس رغنیزې پروژې پیل شوې

لښکرګاه (پژواک، ۱۴ سلواغه ۱۴۰۲): چارواکي وایي چې د هلمند پوهنتون کې د ۶۰ میلیون افغانیو په لګښت د لسو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې .

 د یادو پروژو د پیل مراسمو کې د لوړو زده‌کړو وزیر ندامحمد ندیم وویل چې اسلامي امارت د علمي مرکزونو ودې او رغونې ته پاملرنه ډېره کړې او دې ته ورته نورې رغنیزې پروژې به هم پیل شي، څو پخوانۍ ستونزې یې هوارې شي.

نوموړي وویل: «موږ له تاسو سره ژمنه کوو، لکه څرنګه چې د هېواد نورو پوهنتونونو ته پاملرنه کېږي، هلمند پوهنتون ته به هم تر هغه لا ډېره پاملرنه وشي، د اسلامي امارت د مشرتابه د ځانګړي حکم له مخې، دغه ولایت ته د دیني تخصصاتو لپاره امتیاز ورکړل شوي دی، او طمع ده چې د ورکړل شوي تشکیل په مټ به یې عملي چاري په راتلونکي کال کې پیل شي، یوازنی هلمند ولایت دی چې په دغه ولایت کې د تخصصاتو یوه دیني جامعه منظورشوي همدا نن به یي د دودان هغه رغنیزي چاري پیل شي او تشکیل سلسل یې یې هم نن روانیږي اومید دی چې راتلونکیږي کال کې یې عملي چاري پیل شي.»

د هلمند پوهنتون مالي او اداري مرستیال ډاکټر سمیع‌الله سعید پژواک ته وویل چې د هلمند پوهنتون لپاره د لسو بېلابېلو پروژو کارونه پیل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې پر یادو پروژو ۶۰ میلیون افغانۍ لګښت راځي چې د حکومت له بودجې ورکول کېږي او د روان کال په جریان کې به یې چارې بشپړې شي.

سعید وایي: «په یادو پروژو کې د سړکونو هوارکاري، د پلیو لارو، ګلدانونو، د انجنیري او کرنې پوهنځیو لپاره د لابراتواري توکو پېرل، د ۳۰ کیلوواټه سولري برېښنا چمتو کول، د ودانیو رغونه، د څېړنیز مرکز تجهیز، کمپیوټر لب، د کتابتون تجهیز او ځیني نورې شاملې دي.»

د یادو پروژو پرانيستې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې د هلمند والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندوزي وویل چې که څه هم په تېرو شلو کلونو کې هېواد ته ډېرې پیسې راتلې، خو د بیارغونې برخه کې له هیچا سره هم دا هوډ نه و چې په داسې ځایونو کې یې ولګوي.

هغه زیاته کړه: «اوس وخت رارسېدلی چې د هېواد په علمي، فرهنکي او ګڼو نورو برخو کې کار وکړو، خو زما غوښتنه له هغو قراردادیانو چې دغه کارونه په قرارداد ورکړل شوي، دا ده چې په   معیاري ډول چارې ترسره کړي.»

په هلمند پوهنتون کې په داسې حال کې د لسو رغنیزو پروژو چارې پیلېږي چې په دغه پوهنتون کې د تېر حکومت مهال ځینو پروژو کارونه نیمګړي پاتې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.